ورزش

کینیا یو ځل بیا سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان الف لوبډلې او کینیا ملي لوبډلې تر منځ دوهمه لوبه وه کوم کې چې کینیا په ۱۵۵ منډو ماتې وخوړه.

نننۍ لوبې پچه پاکستاني لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. پاکستاني لوبډلې ټاکل شوي اورونو کې خپل ۴ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۳۱۴ منډې جوړې کړې.

دغه لوبه کې د پاکستان لپاره شرجیل خان ۱۳۸ او فواد عالم ۵۲ منډې جوړې کړې. بابر اعظم دغه لوبه کې ۶۴ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

کینیا لوبډلې ټاکل شوی هدف په مقابل کې یوازې ۱۵۹ منډو جوړولو سره خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړ او دغه لوبه يي د ۱۵۵ منډو په ستر توپیر سره وبایلله.

د کینیا لپاره اوتینو ۳۹ او اوبانډا ۳۶ منډې جوړولو سره غوره توپ وهونکي ثابت شول.

د پاکستان لپاره شاهزیب احمد ۳ ویکټې اخیستلو سره غوره توپ اچونه وکړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x