
کرکټ: سمیت د استرالیا نوی لوبډل مشر وټاکل شو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): استرالیا او هندوستان لوبډلو تر منځ ټیسټ لوبو سیالۍ روانه ده چې په دغه سیالیو کې به له دې وروسته سمیت د استرالیايي لوبډلې لوبډل مشر وي.
سمیت وروسته له هغې د استرالیايي لوبډلې لوبډل مشر ونومول شو چې د استرالیا پخوانۍ لوبډل مشر مایکل کلارک ته د نوموړي ټپ له امله د لوبې اجازه ورنکړل شوه.
سمیت اوسهمال ۲۵ کلن دی او د استرالیایي لوبډلې په تاریخ کې تر ټولو ځوان لوبډل مشر دی. له سمیت څخه وړاندې کېم هیوجز د دغې لوبډلې تر ټولو ځوان لوبډل مشر و.
سمیت یوازینۍ سیال د استرالیايي لوبډلې پیاوړی لوبغاړۍ هېډن و چې اوس د سمیت مرستیال په ډول به لوبو کې ګډون کوي.
سمیت تیرو ۱۲ میاشتو کې خپل وړتیا ښودلی او د توپ وهنې او توپ اچونې په برخه کې يي غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړی.
استرالیایي کرکټ بورډ مشر وویل:« مونږ سمیت ته مبارکي وایو او په نوموړي پوره باور لرو. نوموړي په تیرو ۱۲ میاشتو کې خپل غوره لوبې په اساس د دغې لوبډلې لوبډل مشر ټاکل شوی او د یو لوبډلې لارښوونې وړتیا لري.»
ډیر ښه- زبردست پرمختګ – سمیت زما ډیر خوښیږی۰ هغه ښایسته، ځوان، طاقت ور، هوښیار، ښه فیلډر، فعال، غوره توپ وهونکی، غوره بال غورځونکی، او زبردست اخلاق۰ خوښيږی می او خوښ یم چی د اسټرالیا کیپټن شوی