
ورزش
فوټبال: کریسټیانو رونالډو د کال غوره لوبغاړۍ وټاکل شو
نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): کریسټیانو رونالډو ته د بي بي سي له خوا د کال غوره لوبغاړۍ جایزه د ګرت بیل په لاسونو ورکړل شوه.
د بي بي سي راپورونو پر بنسټ کریسټیانو رونالډو د ریال ماډریډ لوبډلې پیاوړی لوبغاړۍ چې په اصل کې د پرتګال هیواد څخه دی د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال غوره لوبغاړۍ وټاکل شو.
نوموړی وروسته له دې چې دغه جایزه حاصله کړه وویل:« زه له بي بي سي څخه مننه کوم او له همدې ځایه خپل برتانوي خوښوونکو څخه هم مننه کوم.»
دغې جایزې لپاره د رونالډو سربیره سرنا ولیامز، فلوید مایودر او مارکز هم نوماند ول چې کریسټیانو رونالډو زیاتو رایو ګټلو سره دغه جایزه خپله کړه.
هیره دې نه وي چې کریسټیانو رونالډو د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) له خوا هم د کال غوره لوبغاړۍ جایزې ګټلو لپاره نومول شوي چې میسي يي تر ټولو سخت رقیب ګڼل کیږي.