د هلمند والي ګلاب منګل د وسله وال برید څخه روغ وتلی
نن ټکی آسیا: نن د هلمند والي محمد ګلاب منګل د یو وسله وال برید څخه روغ ووتی.
د تفصیلاتو سره سم نن د هلمند والي ګلاب منګل په یو رسمي سفر د سنګین ولسوالۍ ته تللی وو، چي بیرته لښکرګاه ته د راستنیدو په مهال تر وسله وال برید لاندي راغی.
دا پيښه چي د سنګین ولسوالۍ د پیچ په سیمه کې را منځته شوې،
د والي پر شخصي دوو موټرونو ۱۴ مرمۍ ولګیدلې، خو ځکه چي د نومړي موټر د مرمۍ ضد دی، په موټر کې سپرو کسانو ته هیڅ ډول زیان نه دی رسیدلی.
تر اوسه ددې پيښي په اړه طالبانو څه نه دي ویلي.