ټکنالوژي

روسیه کې د ګوګل دفتر تړل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): ګوګل کمپنۍ خپل ټول کارکوونکي ته ویلي چې روسیه کې د دغې کمپنۍ دفتر وتړي او بیرته خپل هیواد امریکا ته راستانه شي.

تر اوسه دغه کمپنۍ په روسیه کې خپل کارکوونکو شمیر نه دی ښکاره کړی خو ویل کیږي چې د دې فیصلې اصلي لامل د روسي چارواکو غیر قانوني غوښتنې دي.

موده مخکې روسي چارواکو له ګوګل کمپنۍ څخه غوښتي وو چې د ګوګل استعمالوونکو په اړه دغه هیواد ته معلومات ورکړي او د دغې هیواد امنیتي ادارو ته د روسي کاروونکو فعالیتونو په اړه مکمل معلومات وړاندې کړي.

ګوګل کمپنۍ د روسي چارواکو غوښتنه نه ده منلې ځکه دغه کمپنۍ په وینا روسي کاروونکي اوس هم د انټرنیټ په استعمال کې ازاده نه دي او د دې غوښتني له منلو سره به د روسي کاروونکو انټرنیټ ته لاس رسی ډیر محدود شي.

خو برتانوي رسنیو په وینا دغه غوښتنه یوازې د روسيي له خوا نه دی شوی بلکه ځینې نور هیوادونه هم دغه غوښتنه کړې او غواړي له دغې لارې د ځینو پیښو مخه ونیسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x