pul-e-charkhi

یوه مور د څرخي پله له زندانه د زوی په تښتولو بریالۍ شوې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د څرخي پله له زندانه یو بندي د مور په مرسته په تېښته بریالی شوی دی.

د څرخي پله د زندان د درېیم بلاک دننه یو بندي د نوم نه ښودلو په شرط د تلیفون پر کرښه نن ټکی اسیا ته وویل چې دغه بندي د لیندۍ پر ۱۲مه د چهارشنبې په ورځ د څرخي پله له زندانه وتښتید.

د نوموړي له قوله تښتیدلی بندي فضل محمد نومیږي، د بغلان ولایت اوسیدونکی او د نشيي توکو د قاچاق په جرم په ۲۰ کاله بند محکوم شوی و.

د افغانستان په زندانونو کې د کورنۍ خلک کولای شي، خپلو بندیانو سره د چهارشنبې په ورځ ملاقات وکړي.

د نن ټکی اسیا د سرچېنې له قوله «یاد بندي ۲۵ کاله عمر درلود، په مخ یې ږیره ډېره لږه او له رنگه سپین و. د ملاقات په ورځ ورته مور د ښځو کالي او ښځينه مصنوعي ویښتان راوړي وو. فضل محمد خپل څو تاره ږیره له پخوا خریله، نو د دې ورځې په سهار یې ږیره تازه وخریله او د مور ملاقات ته ورغی.»

هغه زیاته کړه چې تښتیدلي بندي خپل د ملاستې ځای داسې برابر کړی و چې ساتونکو پرې د ویده شوي کس ګومان کاوه خو نوموړي هلته کمپلې او بالختونه ايښې وه.

تښتیدلي بندي فضل محمد ته د مور لخوا د ښځو جامې، ويښتان او حجاب راوړل شوی و.

نوموړي وویل چې د«څرخي پله زندان دننه د تلاشۍ ۷ ځایونه دي، فضل محمد له اوه ځایه تلاشۍ سالم وتی».

دغه بندي د نن ټکی اسیا د دې پوښتنې په ځواب کې چې د زندان مسوولین کله د نوموړي په تېښته خبر شول وویل: «د بندي د تېښتې په سبا هم د زندان مسولین د بندیانو د شمېرلو پرمهال ونه پوهیدل، خو کله یې چې د جمعې په ورځ بندیان شمېرل، نو ور معلومه شوه چې یو کس کم دی».

د څرخي پله د زندان درېیم بلاک څخه د شفیق الله په نوم یو بندي نن ټکی اسیا ته وویل چې د بندي د تېښتې وروسته د درېیم بلاک د قومندان شریف په ګډون ټوله عمله نیول شوې او تحقیقات ترې روان دي.

د نن ټکی اسیا کابل مېشتي خبریال وايي چې ډیر کوښښ يې وکړ څو د تښتیدلي بندي عکس پیدا کړي خو له ډيرو هڅو وروسته هم د عکس په پیدا کولو نه دی بریالی شوی.

حقوق پوهان وايي که چېرې په تحقیقاتو کې د بلاک ساتونکي په یاده قضیه کې مجرم ثابت هم نشي، نو د وظیفې څخه د غفلت د قانون له مخې هر یو په درې درې کلونو بند محکومېږي.

په عین حال کې د درېیم بلاک بندیان وایي، چې یاد بندي دوی ته له پخوا ویلي و ، چې د بلاک د عملې سره يې لاره جوړه کړې او د تېښتې په بدل کې یې ۲۵ زره ډالر رشوت ورکړی.

دوی وايي چې د زندان ساتونکي او مامورین کوښښ کوي خبره د زندان دننه پټه وساتي او ستونزه د زندان دننه حل کړي.

د څرخي پله زندان د درېيم بلاک مشر قومندان شریف نومیږي، د زندان دننه سرچنې وايي چې نوموړي تېر کال د کوچني اختر په شپه د مظاهرو له امله د لسګونو بندیانو سرونه او لاسونه مات کړي وو.

یاد زندان د کورنیو چارو د وزارت لخوا ساتل کېږي او د ساتنې لپاره یې یو کنډک (۲۰۰۰ پولیس) او ترڅنگ یې د ملي اردو یو کنډک (۲۰۰۰عسکر) ساتنه کوي.

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
جمیل انوري
میلمه
جمیل انوري

هسي دابندیان خواران ډېر بې بسه اوعاجزان دي ، کنه وي دیوڅو روپو په بدل کې ټول درته خوشي کوي ، عجیب ښه اداري فساد دزندان په ساتونکوکې شتون لري ، خوافسوس چې هر مجاهد اوهر بندي دومره پیسي نه لري چې ځان پري راخلاص کړي ، نو الله تعالي دي زموږ مجاهدین وروڼه په خپل فضل اوکرم سره راخلاص کړي

arif
میلمه
arif

هاهاهاباید د ریزه ګلی نه میډال واخیستل شی دی مور ته ورکړل شی.