افغانستان

فراه: د فرنسویانو یوه جنګي جیټ الوتکه لوېدلې

mirage_2000_d_jet_fighterنن ټکی آسیا: په افغانستان کي د میشتو بهرنیو ځواکونو رسنیز مرکز په یوه خبر پاڼه کي ویلي چي د افغانستان په لویدیځ کې ددوی یوه الوتکه غورځیدلې، او په الوتکو کې سپرو کسانو ته کومه مرګ ژوبله نه ده رسیدلې.

اعلامیه کې ویل شوي چي تر اوسه د الوتکې د غورځیدو علت نه دی مالوم، او په هکله يې تحقیقات روان کړي دي.

د فرنسې د دفاع وزارت ویاند اسوشیتد پریس ته ویلي چي ددوی یوه جیټ جنګي الوتکه د افغانستان په فراه ولایت  لویدلې او پلوټان يې خوندي دي.

هغه ویلي چي دغه الوتکه چي میراج ۲۰۰۰ ډي (mirage 2000-D) ډوله ده، د فراه د غرب خواته په ۱۰۰ کیلومتری کي لویدلې.

نومړي زیاته کړې چي دغه الوتکه د مخالفینو په ډزو نه ده را نسکوره شوې..

ویل کيږي چي دا د فرنسویانو لومړینی الوتکه ده چي په افغانستان کې را لویږي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي نن ټکی آسیا ته وویل چي پرون مازیګر طالبانو د کجکي ولسوالۍ د زمینداور په یوه کلي کي د بهرنیو ځواکونو یوه جنګي چورلکه د یو برید په ترڅ کې را نسکوره کړه.

د طالبانو یو بل ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چي دوی ته در اوسه ددغه الوتکي د را لویدو په اړه را پور نه دی رسیدلی، چي کله معلومات تر لاسه شي د رسنیو سره به شریک شي.

ددغه جنګي الوتکې یو نظاره په ویډیو کې:

{youtube}2MpWqnimZ-A{/youtube}

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x