
يوه لنډه خو له پنده ډکه کيسه
ژباړن: محمدقاسم نايل
د معالجوي طب محصل
ډاکټر په بېړه روغتون ته راننوت ، د جامو بدللو تر خونې پورې په منډه لاړ بیا د عملياتخاني پر لور يې ګامونه ګړندي کړل ، د عمليات خونې په دروازه کې ناببره د ناروغ له پلار سره مخ شو.
ولي دي دومره ناوخته کړه؟ ايا ته نه پوهېدې چې زوي مي له خطر سره مخ او له مرګ سره لاس او ګريوان دی؟ ايا د مسؤليت احساس دي نه و کړی؟
ډاکټر په صميمانه انداز په مسکۍ شونډو ورته ځواب ورکړ:
په بخښنې سره چې په روغتون کې نه وم؛ دمګړۍ چې زنګ راته راغی نو په بېړه مي ځان راورساوه ؛ له تاسو څخه هيله کوم چې لږ ارام وکړئ!
د ناروغ پلار بيا ورته کړه:
( ارام وکړم؟ )، همدا اوس که ستا خپل زوي په همدې حالت کې وای نو ارام به وای؟
داکټر بیا ورته په مسکا کې وايي:
مګر ډاکټر خو چا ته ژوند نشی ورکولای او نه هم د چا ژوند راګرځولای شي؛ چې همدې مطلب ته مهربان څښتن پخپل کتاب کې هم ياده کړې ( تاسې له خاورو پيدا او همدې خاورو ته به ځئ ) اوس تاسو لاړشئ د زوی د روغتیا لپاره له مهربان څښتن تعالی څخه دعا وغواړئ!
د ناروغ پلار بیا ورته کړه چې :
ای کاش چې زما پر څای ته وای او نن دي زما د درد درک کړی وای
عمليات څو ساعته وخت ونيو ، ګړۍ وروسته ډاکټر له خونې په خوښۍ راووت ، د ناروغ پلار ته يې کړه چې د خدای لورینه وه چې ستاسو زوی يې وژغوره او که کومه پوښتنه لرئ نو له نرس ( نوکريوال) څخه يې وپوښتئ!
د ناروغ پلار نرس ته وويل :
دا ډاکټر څومره متکبر دی ؟ څو دقیقې وخت خو به يې راکړی و چې د خپل زوی د حالت او وضعيت پوښتنه مې ورڅخه کړې وای
نرس په داسې حال کې چې اوښکو يې له سترګو څخه د باڼخوګانو او زنې پر لور ويالې جوړولې د ناروغ پلار ته کړه چې د ډاکټر زوی پرون ورځ په يوه پېښه کې خپل روح لوی څښتن ته وسپاره ، نن دوی د هغه د خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې ول ، فقط ستاسې د زوی د عمليات لپاره راغی او ولاړ تر څو د زوی د تدفين مراسم يې پوره کړي .
نتيجه: د يوچا ضمير د هغه له ظاهری بڼي څخه پيژندلی نشو!!!؟؟؟