افغانستان: داقتصاد وزارت هرولایت ته دوه نیم ملیونه ډالره ورکوي
داقتصاد وزارت غواړي دظر فیتونو دڅرنګوالی په موخه هرولایت ته دوه ۲ نيم ميليونه امريكايې ډالره ،په امتحاني ډول د پروژو د تطبيق له پاره وركړي .
دغه ګام ترهغه وروسته پورته كېږي چې ،تېركال د پراختيايې بودېجې نيمايې برخه د نه مصرف له كبله بيرته د دولت خزانې ته داخله کړل شوه .
د اقتصاد وزارت مامورين وايي،له دغې تازه هڅې څخه هم موخه داده چې په راتلو نكې كې ولايات خپله د دې توان ولري چې خپله پراختيايې بوديجه مصرف كړي .
د كندهار د اقتصاد رييس محمدرحيم رحيمي خبري رسنیوته وويل چې په ازموي ښتي ډول به دغه ۲ دوه نيم ميليونه امريكايې ډالر،د روغتیا ،پوهنې ،كرنې ،د كليو او پراختيا د ادارو له لارې لګول كېږي.
نوموړي زياته کړه چې د يادو پروژو د نظارت او څار دنده به د اقتصاد رياست ترسره كوي.
دیادولو وړ ده چې تر دې وړاندې د پراختيايي بودېجې د مصرف صلاحيت يوازې له وزارتونو سره موجود وو.
خو داقتصادي ماهيرينو په وينا چې كه ولايتي ادارې د ظرفيت له پلوه بريالۍ وګڼل شي نو دا به د هر ولايت او د هغوى د اړتياو د پوره كېدو له پاره تر ټولو يوه غوره لاروي .
بخت الرحمن بخت ………………. نن ټکی اسیا