افغانستان

امریکا ته د افغانستان جګړه په زر میلیارده ډالر پریوتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، لیندۍ ۲۴مه ۱۳۹۳ل): د امریکا لپاره ددغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه د افغانستان ده چې لا هم پای ته نه ده رسېدلې.

د ځاني تلفاتو سربېره دغه جګړه کې امریکا زر میلیارده ډالر مصرف کړی.

د فینانشیل ټایمز څېړنیز راپور په اساس دغه زر میلیارده ډالرو ۸۰ سلنه برخه د امریکا ولسمشر بارک اوباما د واکمنۍ پر مهال مصرف شوي.

فینانشیل ټایمز وايي چې د دوی د څېړنو له مخې د عراق په جګړې کې تر دې مهاله ۱۷۰۰ (یو زر اوه سوه) میلیارده ډالر لګيدلي چې د افغانستان په نسبت تقریبا دوه چنده زیاتې دي.

د امریکا له لوري په افغانستان کې د رغونې د کارونو ځانګړي پلټونکي جان سپوکو ویلي چې ۱۰۰ میلیونه ډالر په بیا رغونې مصرف شوي خو په میلیونونو ډالرو پروژې غلا شوي دي.

راپور وايي چې د افغانستان جګړه د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده او زیات مصرفه وه. د دغو بې ساري لګښتونو سره سره امریکا په افغانستان کې هغه څه چې ۱۳ کاله وړاندې پسې راغلې وه، ترلاسه نه کړل.

طالبان ورځ تر بلې غښتلي کیږي او په پلازمېنه کابل کې بریدونه کوي.

د فینانشیل ټایمز د مشاورینو او ازادو څېړونکو د راپور په اساس واشنګټن په نظر کې لري د بهرنیو ځواکونو تر وتلو پورې څو سوه میلیونه ډالر نور هم ولګوي.

که څه هم امریکايي مرستې د بیا رغونې پر ځای شخصي جیبونو ته تللي خو راپور وايي چې تقریبا ۱۰۴ میلیارده ډالر د بیا رغونې په کارونو لګېدلي چې له کبله یې سلګونو پروژې سرته رسیدلي.

د راپور له مخې ۵۰۰ میلیونه ډالره د الوتکو په حمل و نقل او ۸۰ میلیونه ډالر د قونسلګریو په ودانیو، د هېواد په جنوب لویدیځ کې د پوځيانو یو نظامي مرکز ۳۴میلیونه ډالر او د شپږو داخلي تلویزونونو د نشراتو لپاره دستګاوو ۳ میلیونه ډالر لګيدلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۱۵ز کال کې ۵۶ میلیارده ډالر د نېږدې ۱۰ زره امریکايي او افغان امنیتي ځواکونو لپاره ځانګړي شوي او په وینا يې که ددغو پیسو دقیقه څارنه ونشي ډيری پیسې به ضایع شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x