افغانستان

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک جوړوني پر کارکوونکو چاودنه شوې

kandahar_bazarنن ټکی اسیا: د کندهار ولایت د پنجوايي ولسوالۍ کې د سړک جوړوني د شرکت د کارکوونکو پر موټر باندي ماین چاودېدلی چي له کبله يې لږ تر لږه ۱۰ کسه مړه او ۲۰ نور ټپیان دي.

د پنجوايي ولسوال فضل الدین اغا رسینو ته ویلي چي نن سهار د نهو بجو او پنځه څلویښتو دقیقو په شا او خوا کې ددې ولسوالۍ د سپیروان په کلي کې

د سړک جوړلو یو شرکت د کار کوونکو د سپرلۍ پر موټر ماین وچاودید.

د کندهار د عامي روغیا رئیس ډاکټر عبد القیوم پخلا ویلي چي روغتون ته ددې پيښي لس مړي او ۲۰ ټپيان را وړل شوي دي.

د نومړي په وینا کیدای شی قربانیان تر دې هم زیات وي.. خو دوی ته تر اوسه دغه رسیدلی دي.

نومړي وویل چي ټپیان ویني ته اړتیا لري، او ده د کندهار د ملي راډیو تلویزون له لاري د کندهار په اوسیدونکو غږ کړی چي روغتون ته ورشي او ټپيانو ته وینه ورکړي.

تر اوسه پورې هيچا هم د دې چاودنې مسئوليت په غاړه ندې اخيستې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x