سکایپ ژوندی ترجمه کولو بڼه ازموینې ته وړاندې کیږي (ویډیو)

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ غواړي د اواز ټول خنډونه له منځه یوسي تر څو هر څوک وکولی شي د نړۍ په ټولو ژبو پوه شي چې د همدې موخې لپاره يي د سکایپ په یوه نوې بڼه کار هم پیل کړی.

مایکروسافټ کمپنۍ ومنله چې نوی سکایپ به د ازموینې په موخه کاروونکو ته وړاندې کړي چې دغه لومړنۍ نسخه کې یوازې په انګلیسي او هسپانوي ژبو خبرې کوونکي کسان وکولي له کوم ژباړنوکی پرته له یو بل سره خبرې وکړي.

سکایپ د ژباړنې دغه سیسټم له کوم ځنډ پرته د کاروونکو غږ او لیکل شوي پیغامونه په بله ژبه ژباړي. د دې نوی ټکنالوژي په مرسته به کاروونکي وکولی شي د نړۍ له هرې ژبې سره خبرې وکړي او لیکل شوي پیغامونه واستوي.

سکایپ دغه نوی ازمېښتي بڼه یوازې وینډوز ۸.۱ کې کاریدلی شي چې یوازې هغو کاروونکو ته وړاندې شوي کوم چې تیر میاشت د دغې نسخې لاسته راوړلو لپاره خپل نومونه ثبت کړي وو.

سکایپ ازمېیښتي بڼه کې یوازې انګلیسي او هسپانوي ژبې شاملې دي او د لیکلي پیغامونه په برخه کې له ۴۰ څخه زیات ژبې یو بل ته ژباړل کیدی شي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
حکمت الله
میلمه
حکمت الله

ډیر په زړه پوری