افغانستان

ایساف وايي د افغانستان په ختیځ او جنوب کې نن ددوی ۵ سرتیري وژل شوي دي

Nato_tanks_blastنن ټکی آسیا: په افغانستان کي میشتو بهرنیو ځواکونو نن د دوشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ او جنوب کې د ماینونو د چاودني له امله خپل د پنځو سرتیرو د وژلو خبر ورکړ.

د تفصیلاتو سره سم نن ایساف په دوو جلا جلا خبر پاڼو کې وویل چي نن د افغانستان په ختیځ کې د ماین د یوې چاودنې له امله ۴ بهرني عسکر ووژل شوه.

او همداسي په یوه بله خبر پاڼه کې چي لږ ګړی تر مخه خپره شوه، وویل شوه چي د افغانستان په جنوب کې هم د یوې چاودني له کبله ددوی یو سرتیري وژل شوی دی.

ایساف په دواړو پيښو کې د بهرني عسکرو هویت نه دی څرګند کړی، او نه يې د پيښي دقیق ځای په نښه کړی.

د بلي خوا د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي نن طالبانو د هلمند ولایت د کجکي په ولسوالۍ کې د ایساف پر یوه کاروان باندي ماینونه وچول، چي له کبله يې ۴ عرادې موټر له منځه ولاړه، او او لږ تر لږه ۹ تنه بهرني سرتیري ووژل شوه، او ګن شمير يې نور ټپیان شوه.

باید وویل شي چي د ځینو رسنیو په حساب تر اوسه په روانه میلادي میاشت کې ایساف خپل د ۲۹ تنو عسکرو وژل منلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x