نړۍ

امريکا: په يو وسله وال بريد کې شپږ تنه ووژل شول

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د امريکا پينسلوانيا ايالت کې يو وسله وال په درې بېلابېلو پېښو کې د خپلې کورنۍ شپږ تنه وژلي دي.

د پينسلوانيا پوليسو د پېښې مسؤول عراق کې د امريکا پخوانی جنګېدونکی عسکر «براډلي ويليم» بولي.

پوليس وايي، چې براډلي سره نوره وسله هم شته او نوموړي ته يې امر کړی، چې پوليسو ته ځان وسپاري.

د امنيتي چارواکو له قوله وژل شوي کسان د براډلي پخوانۍ ښځه، څوارلس کلنه لور او د نوموړي د کورنۍ نور غړي دي.

ويل کيږي، چې براډلي له خپلې پخوانۍ ښځې خپلې دوه لورګانې هم راتښتولي او د خپلو ګاونډيانو په کورونو کې يې ساتي.

د پينسلوانيا ايالتي چارواکو رسنيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې براډلي تېره ورځ د سهار له درې تر پنځو بجو درې ځايه د خپلې کورنۍ شپږ غړي ووژل او وروسته يې خپل موټر او ګرځنده ټيليفون هم يو ځای پرېښودل او ځان يې پټ کړی دی.

د براډلي ګاونډيان وايي، چې د براډلي او پخوانۍ ښځې تر منځ يې هر وخت شخړې او لانجې وې، ۲۰۰۹م کال کې يې د کورنۍ لانجو له امله خپله ښځه طلاقه کړه، خو د اولادونو شخړه يې لا هم پاتې وه.

ويل کيږي، چې براډلي د عراق له جګړې وروسته خپل ذهني توازن له لاسه ورکړی و او چې خپل هېواد ته راستون شو، نو مالي ستونزو او د چارواکو بې پرواهي نور هم له ژونده نهيلی کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

خدای د ټول خصوصا مشران لیونیان کړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x