افغانستان

جنرال پټریوس د کندهار ولایت پنجوايي ولسوالۍ ته سفر کړی

Gen-Petraeus-in-Kandahar1په افغانستا ن كى د ايساف دځواكونو عمومى قوماندا ن جنرا ل ديويد پيتريوس د كندهار په پنجوايي ولسوالۍ كى د افغا ن دولت لاس ته راوړنى حيرانوونكى وبللى .

نوموړى د دوشنبى په ورځ د ايساف د ځواكونو ديوشمير لوړ پوړو چارواكو په ملګرتيا د كندهار پنجوايي ولسوالۍ ته سفر كړى وو .

په افغانستا ن كى د ايساف دځواكونو عمومى قوماندا ن جنرا ل ديويد پيتريوس په داسى حا ل كى

چى په جنوب لويديځه حوزه كى د ناتو ځواكونو عمومى قوماندا ن جيمز ټيرى په افغانستا ن كى دكاناډايي ځواكونو عمومى قوماندان جنرا ل ميلينر او د ايساف دځواكونو يو شمير نور جنرالان هم ورسره ملګرى وو د كندهار پنجوايي ولسوالۍ ته ديوه سفر په ترڅ كى ورسيدل.

په دى سفر كى د ايساف عمومى قوماندان او ملګرويي د پنجوايي ولسوالۍ په امني قوماندانۍ كى دپوليسو سره وكتل او ددوى وسلى مهمات او وسايط يي له نږدى وكتل او د مخابرى دتنظيم خونه يي هم پرانيستله.

جنرال ډيوډپتريوس دپنجوايي ولسوالي د امنيه قومانداني د پوليسو وروستي برياوي وستايلي او وويل چي افغان سرتېرو په لږ وخت كي زيات پرمختګ كړي دي، او كولي سي چي د خپلي ولسوالي امنيت تامين كړي.

نوموړي وويل چي دوي بيا هم چمتو دي چي د افغان ځواكونو سره په هره برخه كي د پام وړ مرستي ترسره كړي.

په غونډه كى د پنجوايي ولسوال فضل الدين اغا په دى ولسوالۍ كى د ډاډمن امنيت دراتلو ډاډ وركړ او ويي ويل دا هرڅه په دى ولسوالۍ كى دا فغان امنتى او ايساف ځواكونو دهمږغى له امله رامنځ ته سوى دى .

د ايساف عمومى قوماندا ن ديويد پيتريوس په پنجوايي ولسوالۍ كى تر لاسه سوى برياوى حيرانوونكى وبللى او دايي په دى ولسوالۍ كى د كاري ډلۍ همږغۍ نتيجه بلله .

هغه وايې كه په نورو ولسواليو كي هم په ورته توګه ټولي كاري ډلي په خپلو منځو كي همږغي وكړي نو په لږ وخت كي به زيات پرمختګ وكړي.

د غونډي تر پاي ته رسېدو ورسته د پنجوايې ولسوالي ولسوال فضل الدين اغا ته د ښه كار كولو له امله ځانګړي سوغات او ستاينليك وركول سوو.

د يادونى وړ ده چى څه موده وړاندى د ناټو دځواكونو د ملكى چارو استازى  ګاړس هم پنجوايي ولسوالي ته سفر كړى وو او ددى ولسوالۍ لاس ته راوړنى يي ستايلى وې .

اسد الله زړه سواند- کندهار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x