پولاد: امریکا له مونږ سره د مستعمرې په ډول چلند کوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د سیاسي چارو کارپوه «اکبر جان پولاد» وايي چې په امنیتي تړون کې امریکا د افغانانو په وړاندې د ځان لپاره هیڅ مکلفیت نه دی په ګوته کړی بلکې ټول مکلفیتونه د افغانانو په غاړه اچول شوي.

ښاغلي پولاد له طلوع نیوز سره په خبرو کې د امریکا د مرستو ژمنې نه عملي کیدونکي وبللې او زیاته یې کړه چې امریکا له افغان ځواکونو سره په هغو برخو کې مرستې نه کوي چې دوی ورته اړتیا لري.

نوموړی وايي چې «امریکایان له مونږ سره د مستعمرې په ډول چلند کوي»، د نوموړي په وینا امریکا هغه اسلحې او تجهیزات چې معاصرې اردوګانې يې لري افغانانو ته نه ورکوي.

ښاغلی پولاد زیاتوي چې امریکا د افغانانو تر ګټو د ګاونډیو هیوادونو منافعو ته ژمنه ده. د نوموړي په وینا امریکا ځکه افغان ځواکونو ته لازم پوځي تجهیزات نه ورکوي چې «بیا پنجابیان او ایرانیان خفه کیږي».

ښاغلی پولاد د پاکستاني طالبانو د یو قمندان ورسپارلو ته په اشارې زیاتوي چې امریکا د افغانستان په ګټو معامله کوي او د دوی په ګټو پاکستان ته امتیاز ورکوي.

اکبر جان پولاد ټینګار کوي چې امریکا هیڅکله د افغانانو تر څنګ د پاکستان په مقابل کې نه دریږي. دی وايي:
«ولې په غوربند کې متعلمین وژني خو په کنړ کې چې پنجابی دی او زما دښمن دی هلته نه ورځي؟».

اکبر جان پولاد په امنیتي تړون کې د افغان سرتیرو د روزنې او مالي مرستو وعدې بابیزې ګڼي او زیاتوي چې امریکا هیڅکله د دې لپاره افغان سرتیرو ته معاش نه ورکوي چې د هیواد ځمکنۍ بشپړتیا وساتي، بلکې د افغان پوځ د روزنې او مالي ملاتړ ژمنې د دې لپاره کوي چې د افغان سرتیرو روحیه او مورال له مینځه یوسي.

ښاغلی پولاد تعجب کوي چې امریکا تر اوسه په خپل تعهد نه ده ولاړه، نو افغان سرتیري به څه وروزي؟.

ښاغلی پولاد له افغان ځواکونو سره د امریکا مرستې اصلا ملاتړ نه بولي او زیاتوي «که ملاتړ مې کوې داسې ملاتړ مې وکړه لکه د اسراییلو ملاتړ چې کوې».

د نوموړي په اند امریکایانو په همدې موخه په افغانستان کې د ولسمشر او اجراییه رییس په مشرۍ ګډ حکومت جوړ کړ چې افغانان یو پیاوړی حکومت ونه لري.

ښاغلی پولاد همدا راز په امنیتي تړون کې ژمنه شوې مرستې له ملي اردو سره مرستې نه ګڼي او وايي چې امریکایان دغه مرستې «هغو غلو ته ورکوي چې د دوی لپاره جګړې کوي». د نوموړي په وینا که له امریکا سره د افغانانو د مرستو غم وای نو بمبارول به یې نه.

ښاغلي پولاد هغه اته ملیارده ډالره چې په امنیتي تړون کې یې افغانانو ته د ورکړې ژمنه شوې، د هغو ګټو په پرتله ډیر ناڅیز وبلل چې امریکایانو ته په افغانستان کې ګوتو ته ورځي او په وینا یې امریکا په افغانستان کې د دې لسګونه چنده زیات عاید ترلاسه کوي.

اکبر جان پولاد همدا راز د هغو دولتي مسولینو څرګندونې هم په سختو ټکو وغندلې چې له رسمي دندو وروسته د امریکا د سیاستونو پر ضد غږ اوچتوي. نوموړي پخواني ولسمشر حامد کرزي او د هغه امنیتي سلاکار رنګین سپنتا ته په اشارې وویل چې له وخته وروسته څرګندونې فایده نه لري. د ښاغلي پولاد په وینا که چیرته د دوی په رګو کې د افغان وینې وای په خپل وخت به یې اقدام کړی وای.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د