نړۍ

په روان کال کې تر سلو ډېر خبریالان وژل شوي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): که څه هم افغان خبریالان د دندو پر مهال ډېری وخت له ګواښ او ټکونې سره مخ شوي دي، ویل کېږي د نړۍ په سطحه له خبریالانو سره چلند د تېر کال په اوږدو کې ښه نه دی ګڼل شوی.

د خبریالانو د حقوقي تننظیم په کلني راپور کې راغلي، چې په ۲۰۱۴م کال چې نور پای ته په رسېدو دی، ۱۲۸ خبریالان وژل شوي دي.
د دې راپور له مخې د نړۍ په سطحه خبریالانو ته جنجالي سیمه غزه وه، چې پکې شپاړلس خبریالان د دندو پر مهال وژل شوي دي. ورپسې سوریه او بیا پاکستان ټاکل شوی دی.

په راپور کې راغلي، چې په سوریه کې دیارلس تنه خبریالان وژل شوي چې په دې توګه د نړۍ په سطحه دویمه ګواښمنه سیمه ده او پاکستان د دوولسو خبریالانو په وژلو سره درېیم مقام لري.

د دې راپور له مخې له پورته یادو سیمو وروسته عراق کې د لسو تنو خبریالانو وژنې دغه هېواد څلورم او اوکراین د نهو تنو خبریالانو وژنې پنځم ګواښنده هېواد یاد شوی دی.

په ټوله کې په منځني ختیځ کې ۴۶ تنه، امریکا کې ۲۷ تنه، اسیا کې ۳۱،، اروپا کې ۱۰ تنه او افریقا کې ۱۴ تنه خبریالان وژل شوي دي.

په راپور کې نه دي راغلي چې د خبریالانو له پاره د جګړې کوم اړخ ډېر زیانمن تمام شوی، خو افغان خبریالان ډېری وخت د دولتي مسوولینو له چلنده شکایت کوي او د دولتي مسوولینو له لوري خبریالان ګواښل شوي دي.

د افغان خبریالانو لپاره د هلمند په شوراب کې د باسټن په اډه د لسو تنو طالبانو څلور ورځنی برید د چارواکو له لوري سانسور او د خبریالانو لپاره يې معلومات نه ورکول کېدل، ویل کېږي دغه برید په ټول کال کې ښه خبري تولید ګڼل کېدای شوای چې د چارواکو له لوري يې سانسور رسنیز اړخ کمزوری کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x