نظــر

د اربکیانو «غږ»

سلیم سلطاني

په خواله رسنیو کې پرلپسې دا تبلیغات کېدل چې په غزني کې ځوان فرهنګیان د «غږ» په نامه مجله خپروي، چې دا به د غزني د ټولو اوسېدونکو د ارمانونو غږ وي. خو ما چې به يې کاري ټیم ته کتل، ټول اربکیان یا هم د اندړو د اربکیانو انډیوالان پکې راټول وو، پوی شوم چې دوی دا غږ د چا په پیسو تر چا رسول غواړي.

پرون په غزني کې یوې کتاب پلورنځي ته ور وګرځېدم، د مجلې لړ لیک مې تر سترګو تېر کړ، درې عنوانه مې د یوې ولسوالۍ اړوند ولوستل:
۱. په مقر ولسوالي کې د مدني ټولنې بې ساري کړنې
۲. په مقر ولسوالي کې د فوټبال ټورنمټ
۳. مقر ولسوالي او خبري رسنۍ

تر ټولو مې دې ته ډېره اندېښنه شوه، چې هلته به مدني ټولنه چا جوړه کړې وي، او څه توره به يې کړې وي؟ او بله دا چې مقر به د خبري رسنیو له لارې څنګه را اخیستی وي، کله مې چې لومړي عنوان لاندې لیکنه ولوسته زما فکر سم وخوت، هلته يې مدني ټولنه د مقر د اربکیانو چې دوی يې «سیمه ییز اداره» بولي، په واسطه جوړه شوې، ځکه خو به تشریح ته اړتیا نه لري چې دوی څه کوي.

په مقر کې تر اوسه پورې د عربي جاهلیت تکرارېږي، هلته اوس هم ښایسته هلک له کوره نه راوځي، هلته اوس هم د ښایسته نجلۍ پلار، ورور ژوند نه شي کولای باید کډه بار کړي. په یوه ویډيو کليپ کې مې د مقر اربکیان ولیدل، دوی له کوچیانو په زور پسه راوړی وي اوو اوس يې وړۍ ترې شکوي، له خبرو داسې ښکاري چې ویډیو کوونکی به يې مشر وي،پنځه شپږ تنه په پسه لګیا دي، یو کیمره مین ته وايي:
ـ هغه مېلمه دې څه شو؟
ـ هغه ولاړ، ماشام ته راځي.
ـ مینه کوي؟
ـ راغوشتی مې د مينې لپاره دی.

ما فکر کاوه چې که ټوله مجله د اندړو د اربکي لطف الله په پیسو چاپېږي، مګر بیا خو به هم د ولس یو دردېدلی غږ پکې وي، خو هیڅ هم نه و.

دوی د دې مجلې لپاره چې مسوول يې یو اتلس کلن هلک جمیل دی، چې تر پرونه يې د عبدالله ویدیال لیکنې پخپل نوم خپرولې او مرستیال يې د قرار د خاله زوی سیف الله هوټلي دی.نوره ټوله کاري ډله يې د غزني مشهور اربکیان ټاکلي او غواړي خلکو ته هغه سیمې چې وحشت پکې اوج ته رسېدلی د امنیت نمونې وړاندې کړي. که څه هم په اوس بوخت وخت کې څوک د مجلو لوستلو ته ډېر وخت نه ورکوي، خو په دومره لوی جنایت پټه خوله راته پاتې کېدل ناروا ښکاره شول.

د غزني د قره باغ د اربکیانو مداعظم په سیمه کې د وحشت نوم لري، خو د خلکو ستونزې يې څوک نه اوري، د دې مجلې مالي مسوول د اندړو اربکی لطف الله پخپله سیمه کې تر دې اندازې وحشت پلی کړ، چې اوس په سیمه کې نه پېغله نجلۍ پیدا کېږي او نه هم تر اتلس کلنۍښکته هلک. خو د اربکیانو «غږ» د داسې غږونه په وړاندې چوپ دی.

په دې مجله کې مې د بې بې سې د خبریال مرکه هم ولوسته، د هغه دوه ورځې وړاندې راپور را یاد شو، اسدالله جلالزي ښه په نره د اربکیانو لوټ، چور او تالان په طالبانو ور اړولی او یو راپور يې جوړ کړی چې طالبانو د جاغوري، او قره باغ لارې تړلې دي او له خلکو پیسې غواړي بیا يې بېرته ورته پرېږدي، ده چل دا کړی و، چې خپل دا راپور يې په کابل کې په زمزمه نیازۍ ویلی و، د هغه د داسې راپورونو په اړه تل نظر دا وي وايي چې زه يې له غزني ورکړم او بیا غږ هم زما وي، نو طالبان بیا ګیله کوي، خو که له کابله څوک د غزني راپور ورکړي نو بیا دوی ماته څه نه وايي او نه پرې پوهېږي. که څه هم د دې راپور کلیپونه او لیکلې بڼه اسدالله جلالزي ورلېږلې وه او په غزني کې د پښتون اباد د کلي اوسېدونکی او د ځوانانو مدیر عبدالاحد مرجانخېل يې د عبدالاحد په نامه د سیمې د یو تن اوسېدونکي په توګه مات ـ ګوډ په پاړسي غږولی و.

کله چې سړی داسې ښکاره ویني چې حقایق دروغ تبلیغېږي، نو له طالبانو هم د سړي ګیله وشي، خو ځه شکر په دې وروستیو کې یو ښه مسکال هم ورکړی.

د حق غږ د لوړتیا په تمه

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
omaid karokhail

اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته ستاسو ښاغلو سخه هیله کوم چی بی طرفه وسی یره د خدای سخه په کار دی او زه چی سومره ګورم تاسو د یو طرف کار کوی #####نو ستاسو سخه هیله کوم چی بی طرفه ووسی وسلام

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close