افغانستان

د لغمان په چاودنه کې ۱۸ تنو اربکیو ته مرګ ژوبله رسیدلې

800_ap_afghan_explosion_100710نن ټکی آسیا: د لغمان د والي ویاند فیضان الله پټان ویلي چي یو تن سر ښندونکي برید ګر د الیشنګ ولسوالۍ د کلا بازار په سیمه کې د یو هوټل مخته ځان وچولو چي له کبله يې ۴ تنه ولسي وګړي مړه او ۱۴ نور ټپيان شوه.

پټان زیاته کړې چي ټپيان د لغمان مرکزي روغتون ته رسول شوي دي.

د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلي چي دغه چاودنه په داسي وخت کي تر سره شوله، کله چي په دغه هوټل کي خلک د خوراک لپاره را ټول شوې وه.

د طالبانو ویاند ددغه برید مسولیت په غاړه اخیستی او ویلي دي چي د یو تن پلي مجاهد چي نوم عبد الولي ښودلی، له خوا د قلعه نجیل په سیمه کې د اربکیو پر قوماندانانو تر سره شوې، چي له کبله يې د اربکیانو ۴ تنه قوماندانان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي.

نومړي وویل چي ددغو قوماندانانو نومونه په لاندي ډول دي:

نور محمد ، ماخان، جوشي، او سعادت خان.

مجاهد زیاته کړه چي د برید پر مهال هغوی په یو میلمستون کې د اربکي ملیشو د رامنځته کولو لپاره غونډه درلودله چي طالبان د مخه لا ددوی ددغه پریکړي څخه خبر وه، او استشهادي برید يي په وکړ.

ویل کيږي چي نور محمد د عليشنګ ولسوالۍ د ګونه پال د سیمي یو مشهوره حکومت پلوه قومي مشر او د سرحدي لواء د یو تن قوماندان محمد افضل ورور دی، چي د باخبرو سرچینو په قول په دغه برید کي په نښه شوی، او خپل د ۳ نورو ملګرو په ګډون وژل شوی دی، او یو شمير نور ملګري يې ټپیان شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x