نظــر

هغوی څوک دي چې طالبان نه خوښوي؟

اجمل خان یوسفزی

د بل وړتيا منل پـيغمبري او نه منل شيطاني اوصاف دي کفار خو هسي هم کفار دي ( عـيان ته څه بيان ) هغه له ايمان څخه کمزوري مسلمانان او ځيني نور د مسلمانۍ دعـويداران چې طالبان نه خوښوي په اصل کې په اسلامي حدودو کې ژوند نشي کولاى بس حتمى به خپل د زړونو شيطاني بړاس په طالبانو باسي
د طالبانو شعار اسلامي شريعـت راوستل دي او د هـمدې لپاره جګړه کوي که دوې له اسلامي شريعـت ( قرانـکريم او احاديثو ) سره خلاف نه وي دوې دې ځانونه په اسلام برابر او اسلامي شريعـت دې نافـذ کړي که بيا يې طالب يا کوم بل په وړاندې جګړه کوله هـلته به بيا د بل اجير وي لکه دوی.

روښانه خو خـپلو غوليدلو لاراويانو ته ويلى نشي چې طالب مه پريدې اسلامي نظام غـواړي داچې د افغانستان وګـړي په دين مـېـن مسلمانان دي غلامان بلـه چاره نلـري پرته له دې چې طالب ته د پاکستاني په ويلو سره کمزوري مسلمانان دوکه او د طالب په وړاندې جګړي ته تيار کړي
د جهاد د فـرضيت په شـيـبو کې هـر مکلف مسلمان شرعى اړ دى چې د جهاد شريک دروند پـيـټى په شريکه پورته کړي فرض کړه لکه د پنځه سووڅوانانو د زور وزن چې پنځه څوانان پورته کړي او تر هـدف پورې يې رسوي دري سوه شـپـيـته څلي پري آفـرين هـغوي چې جـهاد ته دهشت او مجاهـد ته دهشتګـر وايې تـر دې چې د طالب ميـړانې ته قايل شي له پاسـه يې په هـمدې ټـکى طالب ته زړه نور هم شـيـن شي چې طالب ولى نه پـريدي دوې ( غلامان ) چې په کـفارو له هيواد څخه لنډۍ اروپا جوړه کړي او دوې پکې د خپل د ذوق له وضعه شوي قانون څخه هم د باندې وګرځي طالب به يې څنګه خوښ شي چې الهى شريعت ته يې رابولي
.
سړى حيران شي چې دوې ته به البطـه دا د اسلام دين د طالبانو ګــونـد ښکاري او يا داچې کافـر يې هيـڅ دښمن نه وي او په ټـولو امـورو کې يې خـواښـوږى وي د هغوي تـرې بيله غـټه مسله ده چې مستـقـيمـن کفرې منبع لري دا غـوليدلي هم لکه چرګان په ډلرو ټولولو کې داسي بوخت دي چې نه اوس او نه د طالب د هغـې ميـړانى درک کولاى شي چې ولس يې د شراو فساد له شر څخه ژغـورلي وه
داسي يوه د استعمار لاندې رالوى شوي د غـربي لنـډغـرو نښانې مطلب سيـمپـل په يوه مجلس کې چې زه هم ناست وم وويل طالبانو د خپل په واکمنۍ کې پر ما دوه ځلي لمونځ کړى ما ورته وويل څو کلن يې راته يې وويل درويشت کلن ورته مې وويل ستا له دوه ځلي لمونځ څخه تر دې دمه څو کلونه کيږي وې ويل شپاړس ورته مې وويل مطلب ته په هغه وخت کې اوه کلن وې که ته بې پرتوګه ګـرځيدلي واى هم طالبانو تاته څه نه ويل خو په اصل کې ستا ضمير مړ دى چې داسي بې بنسـټه خبري کوې
خلاصه چې په اسلام تردود کې وي يا هغوي چې بې غيرتي بې شرمي بې حيايي غلا قمار نيشي او دې ته ورته نور وياړ يا بابـيزه ګـڼي طالب سره نه پيـونديـږي.

ځيني پکې د واک ليوني دي چې اسلامي حدودو ته قايل خو په عـملي کولو کې يې له طالب سست دي که لږ ځيـر شي پدې باور وکړي چې مالک د ملک الله تعالى (ج) دى چا ته يې چې وغواړي له عـزت سره يې ورکوي دوې که له طالب سره پـيونديدل وغـواړي پـيونديـږي او ځيـني بيا ګيله من دي چې طالبانو ولي په خپله واکمنۍ او هم اوس خپل ولس او نړۍ وال ګاوندي او غـير ګاونډي مسلمان او کفري هـيوادونو سره لږه تـنګه رويه کړې او کوي يې خو دوي بايد دا درک کړې هغه څه چې طالبان يې غـواړې د ګاونډي او د غـير ګاونډي مسلمان او کـفري هـيوادونو واکمنان يې چيـرته په اساني ورسره مني او طالب هم له شرعى مسوليـته پـړى نشي ور سـستولي او طالب سره دومره مالي امکان له همدې وسيلي نه وه چې دا د ملګرو ملتونو په نوم کفري شوراى پري بنديزونه لږولي وه چې اوس ورسره د طالب د هغې تنګې روي شعاريان ښه خوشاله پراته دي د طالب واکمنۍ خو د کـفري او غلامـو واکـمنـيو په مـينځ کې داسي مثال لره لکه سکروټې غـوندي سرۀ تـبۍ باندې ودريدل چې دا پخپله د ملا صيب او د سپـيڅلي صف کرامت وه ولس بايد قضاوت وکړي او دا فـرض جګړه بايد داسې فرض وګـڼي له طالب يې چې ګـڼي.
پکار ده داسي خلکو ته چې له ريـښـتينـې توبې وروسته په ريـښـتيـنۍ سره دين او وطن ته کار وکـړي دا د کـفارو تر تخـرګـونو لاندي نيغ نيغ کيدل ورته نه دونياوي ګـټه لري او نه اخـروي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x