شعـــــرونه

تدریجې مرګ

لېمه نیازۍ
اوس ښه یم، که هاغه مهال چې ژوندې یې خښولم ؟؟؟
هاغه مهال خو وړه وم کله مې احساس لره ،کله مې د پلار په کرکې پوهیدم ،کله د زمانې د جبر نه خفه وم
یوازې زما مور به ژړل چې پریې ږدئ ،مه یې بیاېئ،خاورې پرې مه اچوېېېېېئ….. لور مې لور مېېېېېېېېې…… دوی ګمان کاوه چې خاورې شرم پوښه دي
او زه د شرم سمبول وم
مام ګیله نه لرله پلار به مې قبر کینده، ما به یې خولې په څادر وچولې
ورځې به تېرې شوې ،کلونه به واوختل او زه به هیره شوم.
نه به ماته ګیله راتله اونه به خفه وم
ځکه زه خو مړه وم.
او مجال د ګیلې نه وه
قرنونه وړاندې
هاغه دستور هاغه زمان بدل شو
ما اوس ژوندې خاورو ته نه سپاري څوک
اوس مې د شرم الګو نه ګڼې
اوس ،اوس او اوس……….کرکه دچا په زړه کې نه یمه زه
خدایه هغه زمان خو ښه وه راته
هلته به مرګ وژلم
دلته غرور مې تر پښو لاندې شي
قرنونه وړاندې به یو ځل زه مړه وم
خو ولې اوس هره شیبه مړه کېږم
پر ما امبار کړې تورې خاورې
خو دې غرور وژل مې پریږدې
ما ستریدو ته مه پریږدې
خو ماشومتوب مې مه وژنې
خپل حیوانې هوس ته نه ووایې
ما نوره مه ځوروې
زما د روح ښیراوې ولې اخلې
خاورې پرما باندې امبار کړې
خوپر مام ناولې لاسونه مه وهې
ژوندي خښول مې ښه وه
خو تد ریجې مرګ مه راکوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x