افغانستان

طالبانو په غزني کې پر اکمالاتي کاروان برید کړی، ۹ ساتونکي وژل شوي

tanker_transporting_fuel_for_NATO_forces_in_Afghanistan_burns_in_Jalalabad_April_26_2011نن ټکی آسیا: طالبانو لږ ګړی تر مخه خبر ورکړی چي نن سهار د غزني ولایت د اندړ په ولسوالۍ کې ددوی مجاهدینو پر یو اکمالاتي کاروان باندي د برید په صورت کي ۹ تنه ساتونکي وژلي، او لږ تر لږه یې تر اوسه ۵ عرادې ډول ډول موټر هم سوځلي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي په دغه برید کې چي نن سهار په اتو بجو د اندړ ولسوالۍ د چغار په سیمه کې پیل سو،

چي تر څو ساعته يې بیا دوام وکړ، او په پایله کې ۹ تنه ساتونکي ووژل شوه.. ۷ کسه نور ټپیان شول، او پر دې سربیره ۵ عرادې ډول ډول موټر هم له منځه تللي.

طالب ویاند وویل چي په دغه پيښه کې یو تن طالب مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.

د اندړ ولسوالۍ ولسوال شیرخان یوسفزي دا پيښه تصدیق کړې، او د مرګ ژوبلې یا نورو زیانو په اړه يې څه معلومات نه دي وکړي، او زیاته کړې چي اوس هم جګړه روانه ده، کله چي ختمه شي، بیا به مطبوعاتو ته پوره معلومات ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x