ټولنیزه برخه

هویت

لیمه نیازۍ
هغه هویت چې د یوه هیواد د سراسري اراضي او تاریخ استازیتوب وکړي،ټولو ته د منلو وړ وي. او یو واحد ملت هم د هویت او نوم په اساس شکل نیسي.کله هم په یو مستقل هیواد کې د یوې جغرافیا خلکو له خپل هویته چې نړیوال یې هم په دې هویت وه پیژني ،مخ نه ده ګرځولی او قبیلویت ته یې رجوع نه ده کړې.
هندوستان چې د زر فرهنګه ملک په نامه یادیږي ،د زرګونو ان لس زره ګونو مذهبونو او قومونو او ژبو څښتن دی داچې دوې ټول عمر هم قومي ،ژبني او مذهبي شخړو کې تیر کړي بیا هم ،هیڅ وګړی به قناعت ته ونه رسیږي.او د ملک نورې چارې به ترې پاتې شي.

خو دې خلکو ته خدای پوهه او عقل ورکړی ،خپل ملک او هویت پرې ګران دي او ټول په یو نامه اویو هویت یادیږي او ځانونه هندوستاني یا انډين بولي.
سربیره پر دوې اروپایې ټولنې هم د ګڼو قومونو او پرګنو ځایونه دي .
انګلستان ،فرانسه ،المان او ډیر نور هیوادونه د ډیرو قومونو او پرګنو خاوندان دي.
خو ټول په خپلو هویتونو او مشخصو شناختونو یادیږي، دوې یا المانیان دي یا فرانسوایان او یا هم انګلیسان دي .

دلته چا هم د ژرمن،لاتین او سلاوي یا د بل قومي هویت لپاره خپل وخت ضایع نه کړ او ځان یې د خلکو خندنیان نه کړل او ددې بې ګټو خبرو پر ځای یې د خپل هیواد د ابادې او ودانې لپاره کوشش او بحث وکړ .
خو دا بې منطقي او کم عقل توب یوازې زموږ د هیواد د خلکو په برخه ده ، چې د نورو رغنده فکرونو پر ځای پرې دا مفکوره لګیدلې چې څنګه ځان نه خپل هویت او نوم لرې کړي چې زه افغان نه یم او زه افغانیت نه غواړم.
دوې د بحث اوفکر لپاره کومه بله موضوع نه لري، نو ځکه یې دا خبره منځ ته راوستله او تر اوسه پرې هم خپل نا منطقه او د خیټې له عمقه دلایل وړاندې کوي.

کوم خلک چې په خپل نوم او هویت شرمیږي له هیڅ معنوې او ملي احساس نه برخمن نه دی او د مترقي بشریت له موازینوسره په یوه لار نه دي روان.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Niazi

دیره عا لی لیکنه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x