هلمند: قومنداني ته څېرمه په څلور کلنې ماشومې جنسي تېری شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د هلمند ولایت په مرکز لشکرګاه کې قومنداني ته څېرمه په څلور کلنې ماشومې جنسي تېری شوی دی.

نا پېژاندو کسانو د لشکرګاه په شهید غلطان سیمه کې د پولیسو قومنداني ته څېرمه په یوه څلور کلنې ماشومې جنسي تېری کړی دی.
د هلمند په ولایتي شورا کې د خلکو استازی بشیر احمد شاکر وايي چې د دې پېښې عاملین باید وموندل شي او جزا ورکړل شي.

د هلمند امنیتي مسوولینو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې ښايي بریدګر هغه نشه پولیس وي، چې ډېری وخت د شپې مهال په سیمه کې نشه ګرځي او څو ځلې په غلا هم نیول شوي دي.

د لشکرګاه یو تن اوسېدونکي د نوم نه ښودو په شرط رسنیو ته ویلي چې په شهید غلطان کې مېشت پولیس د نشې په حال کې په هیڅ هم بند نه وي، ځکه خو دوی باوري دي چې پر دې ماشومې هم د پولیسو له لوري تېری شوی دی.

دا په داسې حال کې دی چې تېره شپه هم د هرات ولايت د روغتون کارکوونکو پر يوې ۱۹ کلنې پيغلې جنسي تېری کړی دی.

چارواکي وايي، چې نوموړې نجلۍ د خپلې کورنۍ له يوې بلې ناروغې سره د درملنې په موخه روغتون ته راغلې وه، مګر د روغتون ساتونکو پرې ډله ييز جنسي تېری وکړ.

د هرات ولايت امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرؤوف احمدي وايي، چې نجلۍ له پېښې وروسته امنيتي ارګانونه شکايت وکړ او پوليسو د پېښې دوه عاملين نيولي دي.

د هرات ولايت د روغتون وياند محمد رفيق شېرزی د پېښې پخلی کوي، مګر په دې اړه یې رسنيو ته نور معلومات ورنکړل.

تر دې وړاندې د بلخ په شولګره، کندز او د تخار په رستاق کې هم ورته پېښې شوې دي، عاملین يې له موندلو وروسته هم نه دي محاکمه شوي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د