افغانستان

اوباما د افغان جګړې د پای ته رسولو اعلان وکړ- تفصيلي راپور

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان د ديارلس کلنې جګړې د پای ته رسولو اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې افغانستان کې د امريکايي عسکرو نظامي او د بيا رغوونې مسؤوليت پای ته ورسيده.

اوباما د نيو جرسي ايالت « McGuire-Dix-Lakehurst» پوځي اډه کې هغو درې زره امريکايي عسکرو ته هرکلی ووايه، چې له افغانستانه ستانه شوي وو او له هغوی يې مننه وکړه.

اوباما امريکايي عسکرو ته په خپلو خبرو کې وويل، چې سپينه ماڼۍ کې د کار پر مهال د ده ستر عزت او خوښي دا ده، چې دی د امريکايي عسکرو سرقوماندان دی او د دوی خدمت يې خپل فخر بللی دی.

اوباما زياته کړه: «د ۳۰۰ ميليونه امريکايي ولس په استازيتوب له تاسې مننه کوم او زموږ، سپين، تور، ديموکرات او جمهوري پلوه ټول ولس ستاسې مننه کوو اګر که ستاسې حق نه شو ادا کولای.»

اوباما د خپلو خبرو په ترڅ کې د ديارلس کلنې افغان جګړې د پای ته رسولو اعلان هم وکړ او زياته يې کړه، چې د ده د واکمنۍ له پيله سپينې ماڼۍ افغانستان او عراق ته۱۸۰،۰۰۰ امريکايي عسکر لېږلي او د روانې مياشت تر پايه به د دغو عسکرو ډېر شمېر خپل هېواد ته راستانه شي او دواړو هېوادونو «افغانستان او عراق» کې به يوازې پنځلس زره امريکايي عسکر پاتې وي او د خپلې شپږ کلنې واکمنۍ پر مهال يې نوي سلنه امريکايي عسکر هېواد ته راستانه کړي دي.

له دې وروسته به د افغانستان امنيتي چارې د افغانانو پر غاړه وي او د دوی د عسکرو نظامي مسؤوليت پای ته ورسيده.

«افغانستان کې د امريکايي عسکرو ديارلس کلن نظامي ماموريت پای ته ورسيد،له دې وروسته به هم امريکا افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او افغانستان کې به زموږ ۱۰،۸۰۰ عسکر د افغان پوليسو او اردو د روزنې په موخه پاتې وي. موږ دغه زرګونو عسکر ځکه په افغانستان کې پرېږدو، چې اوس هم دا ګواښ شته، چې افغانستان يو ځل بيا د القاعده او د هغوی د پلويانو د ګټو ښکار نه شي او موږ غواړو، چې افغانستان کې ستاسې لاسته راوړنې وژغورو او له دغه هېواده بايد راتلونکې وخت کې پر امريکا د بريد ګواښونه له منځه يوسو.»

اوباما د افغانستان جګړه خپله نه بولي

دا چې د امريکا ولسمشر بارک اوبا د افغان جګړې د پای ته رسولو اعلان وکړ او افغانستان کې يې د امريکايي عسکرو نظامي ماموريت پای ته ورساو، يو شمېر امريکايي چارواکو له لا وار د مخه د اوباما په اړه ويل، چې نوموړی د جګړې سالمه ستراتيژي نه لري.

د امريکا د دفاع پخواني وزير رابرټ ګيټس په خپل کتاب «ډيوټي» کې ليکلي، چې اوباما د افغانستان د جګړې په اړه دوه زړه دی او نه شي کولای په دې اړه قوي پرېکړه وکړي او د عراق او افغانستان جګړه خپله نه، بلکې د پخواني ولسمشر بوش څخه په ميراث ورپاتې شوې جګړه بولي.

رابرټ ګيټس په خپل کتاب کې د افغان جګړې د ناکامۍ يو لامل دا ښوولی، چې اوباما پر خپل افغان لوري او د امريکايي عسکرو پر مشرتابه باور نه لري.

ګيټس زياتوي«اوباما پر افغان ولسمشر حامد کرزي، پينټاګان او افغانستان کې هغه وخت د امريکايي عسکرو مشر جنرال پيټرياس بې باوره دی.»

ګڼ شمېر امريکايي کارپوهان په دې اند دي، چې اوباما د عمل پر ځای يوازې د خبرو سړی دی او د خپلې واکمنۍ پر مهال يې د افغان او عراق جګړې په ګډون خپل ولس ته کوم ځانګړی خدمت نه دی کړی.

افغانستان کې د امريکا ناکام ماموريت

مشهور امريکا ميشتي پاکستاني ليکوال او د مرکزي اسيا د چارو کارپوه احمد رشيد نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې ته افغانستان کې د امريکا د ماموريت په اړه په خپله مقاله کې ليکلي، چې افغانستان کې د امريکا نظامي، سياسي، اقتصادي او ستراتيژيک ماموريت په بشپړه توګه له ناکامۍ سره مخ دی.

احمدرشيد د مرکزي اسيا د چارو امريکا ميشتی کارپوه او ليکوال
احمدرشيد د مرکزي اسيا د چارو امريکا ميشتی کارپوه او ليکوال

احمدرشيد زياتوي، چې د افغانستان امنيتي چارې پر مخ بيول د افغان عسکرو د وس کار نه دی او طالبان د افغانستان په ډېرو ولايتونو کې پراخ حضور لري او تل پر بهرنيو او کورنيو عسکرو او دولتي ودانيو بريدونه او چاودنې کوي او افغان عسکر د خپلو امنيتي پوستو د ژغورلو وس هم نه لري، نو د ګرد افغانستان امنيت به څرنګه وساتلی شي.

د ليکوال په وينا د افغانستان سويل کې هلمند هغه ولايت دی، چې ډېری برخه یې د طالبانو په واک کې ده او که هلمند سقوط وکړي، نو ټول جنوبي ولايتونه د طالبانو لاسته لويږي.»

افغانستان هيڅکله د ترهګرو ځاله نه وه

د امريکا ولسمشر بارک اوباما وايي، چې دوی به پرې نه ږدي، چې افغانستان راتلونکي وخت کې يو ځل بيا د ترهګرو ځاله شي.
د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو لندن ميشتی کارپوه رؤوف معين وايي، چې د امريکايي چارواکو دا څرګندونې بيخي بې بنسټه دي او افغانستان هيڅکله د ترهګرۍ ځاله نه وه او ۲۰۰۱/۹/۱۱ پېښه کې د افغانانو هيڅ لاس او خوښي نه وه.

معين رووف د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو کارپوه
معين رووف د ملګرو ملتونو پخوانی لوړپوړی چارواکی او د نظامي چارو کارپوه

ښاغلی رؤوف روسي تلويزون«RT» سره په خپلو خبرو کې وويل، هغه مهال د طالبانو حکومت له امريکا وغوښتل، چې که د اسامه بن لادن په اړه شواهد لري، نو دوی ته دې وسپاري او د دوی محکمه به يې په اړه څېړنې وکړي.

ښاغلی رووف زیاتوي: «که امريکا په خپلو دعوو کې رښتينې وای، نو ولې يې طالبانو ته د یاد بريد په اړه مالومات نه ورکول؟ نو ځکه موږ په لنډو ټکو ويلی شو، چې ناټو او امريکايي چارواکي په بشپړ ډول په خطا دي او يوه خبره يې هم پر ځای نه ده.»

بهرني عسکر په رښتيا په جګړو کې برخه نه اخلي؟
امريکا او ناټو ګډ حکومت سره شوي امنيتي تړون کې ويلي، چې د نوي ۲۰۱۵م کال په راتلو به بهرني عسکر افغانستان کې خپل نظامي ماموريت پای ته رسوي او يوازې د افغان عسکرو د روزنې مسؤوليت به يې پر غاړه وي. مګر د امریکا ولسمشر اوباما دوې اوونۍ وړاندې هغه پټ سند لاسلیک کړ چې له مخې به یې په افغانستان کې د دې هېواد جګړه ییز ماموریت د ۲۰۱۵م کال تر پایه دوام کوي.

معين رؤوف زياتوي، چې امريکايي چارواکو په ډېرو ځايونو کې داسې خبرې کړي او بيا يې په عملي جګړه کې برخه اخيستې.
دی وايي: «امريکا او ناټو د خلکو او مخالفينو په ذهن کې دا ورکوي، چې دوی خو دغه جګړه کې نوره برخه نه اخلي، مګر حقيقت دا دی، چې دوی به دغه جګړه کې خامخا برخه اخلي او بنسټيز مسؤوليت به يې هم د دوی پر غاړه وي.»

د ښاغلي رووف له قوله، چې ناټو عسکر تر اوسه په افغانستان کې پر هر ډګر کې پاتې راغلي او تر څو چې دلته وي، دوی به ناکام وي او دوی دا خبرې د دې لپاره کوي، چې که جګړه کې طالبان بريالي شي، نو نړيوالو ته به دا وايي، چې دې جګړه کې خو دوی نه و او دا ماتې یوازې د افغان ځواکونو ده.

ښاغلي معين رووف د امريکايي چارواکو د دې خبرې په تړاو چې «دوی ۳۵۰۰۰۰ افغان عسکر روزلي او هغوی به د طالبانو او نورو مخالفينو پر ضد بريالۍ جګړې کوي» زياته کړه، چې د امريکا او ناټو دا خبرې هسې د ځان خلاصونې په معنا دي او کومه جګړه، چې نړيوالو عسکرو ونه ګټله، نو افغان اردو به يې څنګه وګټي.

نوموړي زياته کړه، چې «د افغانستان بنسټيزه ستونز د ناټو او امريکايي عسکرو شتون دی او تر څو، چې دوی دلته وي، د دوی پر ضد به نفرت او تاوتريخوالی زياتيږي؛ ځکه د نړۍ هېڅ اوسيدونکی پر خپله خاوره يرغلګر نه مني او تر څو چې د امريکا او ناټو اشغال وي، د افغانستان خلک به يې پر ضد وسلې پورته کوي او پر ځای د دې، چې دا جګړه ييز فکر وځپل شي، ورځ تر بلې زياتيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x