افغانستان

طالبانو په رسمي توګه د ملا محمد عمر مجاهد په اړه ټولي اوازې رد کړې

taliban_fighters_in_snowدعاليقدر اميرالمؤمنين دشهادت دبي اساسه  ادعا په اړه داسلامی امارت دوياند څرګندونې :
نن دکابل ادارې په اصلاح استخباراتي ارګان او نورو چارواکو او يوشمير رسنيو لخوا  اوازه خپره شوه چې ګنې عالقدر اميرالمؤمنين په پاکستان کې په شهادت رسيدلي، موږ دغه راز بي اساسه ادعا او افواه په کلکه ردوو او خپلو درنو هيوادوالو ، مجاهدينواودنړئ ټولومسلمانانو ته اطمنان ورکوو چې په داشان بي اساسه راپورونو اواستخباراتي دروغو باندې باور ونکړي ، عاليقدر اميرالمؤمنين الحمدلله ژوندی ده او دمجاهدينو رهبري په لاس کې لري او په مصؤونه توګه دلوي خدای په توکل او دخپل وياړلي ملت په کلکه همکارۍ او مرسته ژوندکوي ، داچې دښمن دداسې فواهاتو په خپرولوسره کوشش کوي چې دبدرپه نامه دپیل شویوعملیاتوکفر ځپونکي څپه ټکنئ کړي ،دسنګر مجاهدينو،هيواد والو اومخلصومسلمانانوته تشويش ايجاد کړي او په دې توګه دمجاهدينو توجه دجهادي امورو نه په بلخوا واړوي او دخپلومورال بايللو يرغلګرو او کورنيو اجيرو ځواکونو لويدلي مورال راکنترول کړي هيڅ کله به هم ونه توانيږي چې په خپل داشان کاذبانه دريځ سره خپلو شومو اهدافوته ورسيږي دوي بايد پوه شي چې ددوي په وړاندې مبارزه ديوه درانه ملت لخوا په کلک عزم او اراده سره دوام لري چې هيڅ افواه او پوچ تبليغات نشي کولای چې دغه ملت له دغي پخې ارادې او سرښندونکې مبارزې څخه راوګرځوي ، زموږ ملت هوښيار او بادرکه ملت ده ددښمن په ټولو دروغو اوفريبونو باندي پوهيږي هيڅوک به ونشي کړای چې ددې ملت دروا غوښتنو او ارادو په وړاندې په باطله توګه ودريږي او يا يي په لارکې خڼډونه ايجادکړي . ان شا الله
ذبيح الله مجاهدداسلامی امارت ويندوی
۲۰۱۱/۰۵/۲۳م

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x