
پېښور: د پاکستان د پوځ پر یوه ښوونځي ډله ييز برید ۱۳۰ کسان وژلي – شېبه په شېبه
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې د پاکستان د پوځ پوه ښوونځي ډله ییز برید کې د زده کوونکو په شمول لږ تر لږه ۱۳۰کسان وژل شوي.
د پاکستاني چارواکو په وینا دغه ډله ییز برید نن /سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه/ سهار مهال د ۱۰ نه تر ۱۰ نیمو بجو پورې د ورسک په سرک د پاکستان پوځ په یوه ښوونځي کې رامنځته شوه. بریدګر د ښوونځي ودانۍ ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې. د دوی په وینا په برید کې له پنځو تر شپږو کسانو برخه اخېستې وه.
خو د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک ویلي په برید کې تر ۱۲۶زیات زده کوونکي وژل شوي او بریدګر د پوځ په جامو کې د ښوونځي ودانۍ دننه ننوتي.
د جیوتلویزون د راپور په اساس د برید بر مهال د ښوونځي دننه د لومړنیو طبي مرستو په اړه زده کوونکو ته درس ورښودل کيدلو.
د خیبرپښتونخوا ایالت د روغتیا وزیر شهرام ترکي بي بي سي اردو ته ویلي چې په وژل شوو کسانو کې ۲۱ زده کوونکي، یو ښوونکی او یا د ښوونځي ساتونکی دی.
راپور زیاتوي چې سلګونه زده کوونکي لا هم د ښوونځي ودانۍ دننه یرغمال دي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخېستی دی.
Chief Executive Dr. A. Abdullah condemns the coward terrorist attack on a #Peshawar school. He sends his condolences to the victim families.
— Chief Executive (@afgexecutive) December 16, 2014
[custom-facebook-feed]
اشنا، نن خو نه لیکی چی لمړی تعقیب، دوهم تعقیب ……. ولی لکه چی د بادارانو په بچیو مو ډیر زړه خوږیږی تاسو به هم ور ته وایی چی ډیر بد کار وشو!!!!!!!!!!!!!