افغانستان

فراه: د بکوا امنیه قومندان طالبانو ته تسلیم شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې د فراه ولایت د بکوا ولسوالي امنیه قومندان له ګڼو مهماتو سره دوی ته تسلیم شوی دی.

د طالبانو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د بکوا ولسوالي امنیه قومندان مولادادخان تېره شپه دوه بجې دوی ته ورغلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي: «نوموړی بیګاه شپه   مجاهدینو ته له یوه رینجرموټر ، ۵ راکټ ، ۲ ثقیلان ، ۱۷ میله کلاشنکوفونه ، ۲ مخابرې ، یوبم افګن اوګڼ شمېر نور مهماتوسره ترمجاهدینوپوري راورسید

نوموړي کلک هوډڅرګندکړ چې نور به د ژوند ترپایه داسلامي امارت مجاهدینو همکاریو ته دوام ورکوي اوپه روان مقدس جهادکې به پوره ونډه اخلي.»

د فراه ولایت مسوولین هم مني، چې په بکوا ولسوالي کې د دوی یو تن کارکوونکی له طالبانو سره یو ځای شوی دی، خو په خبره يې تسلیم شوی کس د پولیسو یو افسر دی.

د فراه امنیه قومندان عبدالرزاق یعقوبي وايي چې د پولیسو دغه افسر په بکوا ولسوالي کې له امنیه قومنداني تښتېدلی دی.

شنونکي وايي چې له دولتي دندو څخه تېښتو په دې سیستم کې نوره هم د بې باورۍ فضا غښتلې کړې ده.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x