افغانستان

طالبانو د خپل مشر ملا محمد عمر مجاهد په اړه ټوله خبرونه بې بنسټه بللي

mujahideenنن ټکی اسیا: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ټوله هغه خبرونه چي نن د سهار راهیسي د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد د وژل کیدو په اړه نشر سول، بې بنسټه بللي، او ویلی دي چي دا خبرونه صرف د طالبانو تر منځ د تشويش پيدا کولو هلې ځلې دي.

مجاهد نور ویلي چي په اوسني وخت کې چې د طالبانو حملې په منظمه توګه زياتې شوي حکومت غواړي چې طالبانو کې تشويش پيدا کړي څو بريدونه يې غير منظم او ګډوډ شي.

ددې تر مخه د افغانستان طلوع تلویزوني چینل خبر ورکړی وو، چي د طالبانو مشر ملا محمد عمر مجاهد د کویټي څخه وزیرستان ته پرلاره ووژل شو.

د پاکستان خبري تلویزوني چینل یو تکړه ژورنالیست حامد میر په دغه اړه وویل : « ما د ذبیح الله مجاهد سره پر افغاني نمبر باندي خبره وکړه، هغه راته وویل چي دا خبري بیخي بې بنسټه دي، او همداسي ده وویل چي په کویټه کي د امنیتي چارواکو سره خبره وکړه، هغوی راته وویل چي په تیرو څو ورځو کې د یو غټ مطلوب کس په ضد په دغه سیمه کې عملیات نه دي شوي… او همداسي ما د طلوع نیوز سره خبره وکړه، او د سرچیني پوښتنه مي ځیني وکړه، هغوی وویل چي د افغانستان د استخباراتو یو سرچیني راته ویلي، خو د سرچيني په اړه یې معلومات نه راکول».

د بلي خوا ددغه خبر په اړه په افغانستان کي میشت بهرني ځواکونو ویلي چي دوی هیڅ معلومات نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x