نظــر

سوله د ټولو ستونزو حل دی

نور احمد عمرزی

امریکا هیڅکله هم دافغانستان سوکالۍ، ابادۍ او پرمختګ ته ژمنه نه وه بلکي د خپلو شومو اهدافو په لټه کي ده . له کومه وخته چي امریکا افغانستان ته دمرستي، همکارئ او بشر په نوم راغلې ده له هم هغه وخته د افغانستان ولس نه یوازي د جګړي څخه کړیږي بلکي  ولس ته يي نوري ستونزي هم وږیږولې .

امریکا دنړئ نورو هیوادوته زمینه مساعده کړه چي دافغانستان په کورنیو چارو کي بربنډه لاس وهنه وکړي او په افغانستان کي یی لاس وهني پیل کړي .او همدا وجه ده چي نن کور دننه یو څو لاس پوڅي قومي تربګنیو ته لمن وهي او تل درسنیو له لاري دمتحد افغان قوم تعصب ته اړباسي او ځوانان تحریکوي .دبلي خوا دپاکستان بربنډه او کرغیړنه لاس وهنه ده چي افغان ملت یی تل دخپلو ګټو دترلاسه کولو لپاره یو دبل په وړاندي جنګولئ دئ او دافغان ولس دناتوان او کمزوري حالت څخه یی ګټه پورته کړي ده .

زموږ ټولو افغانانو ګټي سره شریکي دي او موږ ټول افغانان یو متحد ملت ، یو مذهب لرونکئ ولس یو او موږ تل دخپل هیواده په سر او مال او په ډیر لوړ قیمت سره ساتنه کړي ده .

موږ ټول افغانان باید پوه سو چي موږ ټول یو ولس یو ، او خارجیان او ګاونډیان موږ په مختلفو نومونو یو دبل په وړاندي تحریکوي او جنګوي .خو باید یادوري وکړم چي زموږ ټولو افغانانو هیله دیو باثاباته او سوکاله افغانستان لرل دي ، او همدا رنګه افغان دولت او طالبان هم ادعا لري چي موږ دافغانستان دسوکالئ او ثبات لپاره مبارزه کوو .
نو ولسه !
همدا يي وخت دی چې نور چاته اجازه ورنه کړئ چي زموږ او ستاسي وینه توي کړي او زموږ او ستاسي په سرونو لوبي وکړو او موږ نور هم دخپلو ګټو لپاره استفاده کړي او مه پریږدئ چي نور ستاسي بچي دګاونډیانو او امریکا دګټو لپاره قرباني سي او مه پریږدئ چي ستا سي دبي اتفاقئ او کمزوري حالت څخه دوښمن ګټه پورته کړي ، نو همدا یی وخت دئ چي افغان دولت او طالبان دخبرو او سولي میز ته را حاضر کړي او د پردیو په وړاندي په یوه اواز ددي ملت دګټو څخه دفاع وکړي.

سوله حتمي ده او بیله سولي دا بچي دپردیو دګټو قربان دي او افغان بچی وژل کیږي او ګټه اخیر تري امریکا او ګاوندیان وړي نو لازمه بولم چي دافغان دولت او طالبان یودبل په وړاندي سره صادق و اوسي او یوي حقیقي سولي لپاره کار وکړي.

د نني تعصب ، فساد ، اقتصادي بحران ، بي باورئ ، ظلم او په ټولو کي شته ستونزو یوازني لاملونه امریکا او ګاوندیان دي او په عموم کي افغان ولس دئ چي دي مفسدو امریکایانو او مفسدو اشخاصو ، او ظالمو اشخاصو او منافقو او بي رحمه ګاونډیانو ته یی دفساد ، ظلم او په موږ کي دتعصب زمینه برابره کړي ده .او تل یی زموږ بچي په مختلفو نومونو یو دبل په وړاندي جنګولي دي .

که چیري افغان دولت او طالبان یو سراسری تفاهم او هوکړي ته ورسیږي او جګړي ته دپاي ټکئ کښیږدي نو ژرده چي هم ددي مفسدو امریکایانو او بي رحمه ګاونډیانو لاسونه په افغانستان کي قطع سي او په ټینګه ویلاي سم چي موږ یو ملت یو او په دي ملت کي هیڅ تعصب نسته او دا ملت ټول یو مذهب ولس دی.

د یوه سوکاله با امنه او سرلوړي افغانستان په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

وصلح خیر

په سوله کی د ټولو مسلمانانو ګټه ده ښه مضمون وو

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x