افغانستان

ایساف وايي په ختیځ کې یو عسکر وژل شوی

airmen_killed_in_helicopter_crashنن ټکی آسیا: تیره ورځ بهرني ځواکونو په یوه خبرپاڼه کې وویل چي نن د افغانستان په ختیځ کې د یو ماین د چاودنې له کبله د ایساف یو تن عسکر خپل ژوند له لاسه ورکړ.

که څه هم بهرنیانو د ددغه عسکر هویت او د پيښي دقیق ځان نه دی ښودلی، خو تیره ورځ طالبانو په خوست ولایت کې پر دولتي ودانیو پراخ بریدونه تر سره کړې وه،

او ورسره يې د څو درندو چاودنو راپورونه هم ورکړې وه، چي په اړه يې ویلي وو چي بهرني ځواکونو ته هم په کښي مرګ ژوبله واوښته.

د ځینیو رسینو د شمير سره سم په روانه میلادي میاشت کې په افغانستان کې دهغو وژل شوو عسکرو شمير چي په رسمي توګه اعلان شوی ۲۳ تنو ته ورسیدی.

د یادوني وړ ده چي تیره ورځ په خوست ولایت کې د طالبانو له خو پر دولتي ودانیو برید قریب لس ساعته دوام وکړ، او په ښار کې دننه نوري هم غټي چاودني وشولې، د دولت له خوا رسما د لسو کسو د مرګ اعلان وسو، چي په هغو کې خپله څلور کسه بریدګر هم شامل وه..

خو طالبانو خپل په تفصیلي راپور کې ویلي چي ۵۵ تنه داخلي او بهرني عسکر ووژل شول، او ۴۳ کسه نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x