نن په انځورونو کي

پېښور: د پوځ په ښوونځي برید – انځورونه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې د پاکستان د پوځ په یوه ښوونځي ډله ییز برید کې د زده کوونکو په شمول لږ تر لږه ۱۲۶کسان وژل شوي.

د پاکستاني چارواکو په وینا دغه ډله ییز برید نن /سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه/ سهار مهال د ۱۰ نه تر ۱۰ نیمو بجو پورې د ورسک په سرک د پاکستان پوځ په یوه ښوونځي کې رامنځته شوه. بریدګر د ښوونځي ودانۍ ته ننوتل او ډزې یې پیل کړې. د دوی په وینا په برید کې له پنځو تر شپږو کسانو برخه اخېستې وه.

خو د خیبرپښتونخوا اعلی وزیر پرویز خټک ویلي په برید کې تر ۸۴ زیات زده کوونکي وژل شوي او بریدګر د پوځ په جامو کې د ښوونځي ودانۍ دننه ننوتي.

د جیوتلویزون د راپور په اساس د برید پر مهال د ښوونځي دننه د لومړنیو طبي مرستو په اړه زده کوونکو ته درس ورښودل کيدلو.

راپور زیاتوي چې سلګونه زده کوونکي لا هم د ښوونځي ودانۍ دننه یرغمال دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د برید مسوولیت طالبانو پر غاړه اخېستی دی.

10857964_371769642984834_6106731933425116725_n  10850216_371770012984797_7807879092307226694_n 10849791_371769749651490_9063724880488321928_n 10848022_371770029651462_3785088982983516018_n 10847988_371770489651416_1959200109673921055_n 10846379_371769826318149_4615817591129466928_n 10846379_371769799651485_3161945238479859316_n 10846295_371770322984766_427627719484930621_n 10846011_371770636318068_1421586719344621790_n 10846001_371770406318091_739218660268251891_n 10599689_371770076318124_5171407986744593922_n 10427299_371769809651484_6418687700469814088_n 10424323_371770666318065_6344405038686040041_n 10301210_371769756318156_2395564103851574484_n 10299976_371769869651478_1993414713000702647_n 10153833_371770182984780_768854137105498377_n 1517493_371770249651440_4056867104883868601_n 1517493_371769999651465_5439646294489479057_n 1509279_371770552984743_6093000526781617298_n 1504998_371770082984790_7290694948113352818_n

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عنايت الله زوانمل

الله دي دمسلمانانو دشمنان تبا او برباد كري دا دفيشور فيخه او دفكتيا فيخه دخيرولو نه ده چي بي گناه او معصوم حلك يي فه كي قربانيان كره اسلام خو دي ته نه وايي چي فه خفلو كي يو بل ووژني

عزیز

زه پوهیژم چی دا کسان بی کناه دی . مکر په افغانستان کی چی هر ورځ بی کناه کسان وژل کیژی دی کارونو تر شا د هغو کسانو لاس دی چی زامنو یی په همدی پیښه کی وژل شوی دی . او دوی هر ورځ دا کار کول چی په افغانستان کی چاودنی تر سره کری . اوس به یی لیژ د درد احساس کری وی چی د اولادونو وژل کیدل څومره درد لری.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx