
افغانستان د ستراتيژيکو همکاريو سند امريکا ته وسپارلو
نن ټکی آسیا: تیره ورځ د جمهوري رياست څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې وويل شول چې نن د جمهور رئيس حامد “کرزي” په مشرۍ د جمهوري رياست د مرستيالانو او يو شمير نورو امنيتي مسئولينو په ګډون د ملي امنيت د شورى غونډه جوړه شوه چې پکې په مختلفو مسئلو خبرې وشوې.
خبر پاڼه وايي غونډه کې وويل شول چې د امريکا او افغانستان تر منځ د ستراتيژيکو همکاريو سند د افغانستان لخوا ترتيب شوې چې امريکايي مقاماتو ته سپارل شوى دى او ډير ژر به د دې سند ضميمې هم امريکايي لورې ته وسپارل شي .
خبر پاڼه زياتوي د ملي امنيت شورى هغه کميسيون ته چې د دې سند د ترتيبولو لپاره تشکيل شوى دنده وسپارل شوه چې د دې سند پر ضميمو باندې هم کار وکړي او د ملي امنيت د شورى د تاييد نه وروسته يې امريکايي لوري ته وسپاري .
په همدې غونډه کې د امنيت د انتقال د کميسيون مشر ډاکټر اشرف غني “احمدزي” هم خبرې وکړې او ويې ويل په هغو اوه ولايتونو او سيمو کې چې مخکې اعلان شوى وى د امنيت د انتقال لپاره چمتوالى په کلکه سره دوام لري او پدې اړه د ناټو د قواوو سره هم همغږي رامنځته شوې ده.
هغه ډاډ ورکړ د هغو ترتيباتو او چمتوالي له امله چې د افغانستان له لورې نيول شوي د امنيت انتقال به په ټاکلي وخت کې پيل او تر سره شي .
دې غونډه کې د سردار محمد داؤد خان په روغتون د بريد په اړه هم خبرې وشوې او امنيتي مسئولينو يې په اړه يو لړ توضيحات ورکړل او پدې بريد کې يې د لاس درلودلو په تور د يو شمير کسانو د نيولو خبر ورکړ.
امنيتي مسئولينو وويل چې پدې برخه کې يو لړ پرمختګونه شوي او تحقيقات دوام لري .
همدا راز غونډه کې د کنړ او نورستان په وضعه هم خبرې شوې او ډاډ ورکول شو چې پدې دواړو ولايتونو کې امنيتي وضعه تر کنترول لاندې ده .
د دې غونډې په يوه بله برخه کې په افغانستان کې د ناټو د قواوو عمومي قوماندان د امريکا سفير او د ناټو ملکي استازي هم برخه واخيسته او د هغه تدبيرونو او چمتوالي په اړه يې چې د امنيت د کلکوالي لپاره نيول شوي معلومات ورکړل.
پايد وويل شي جمهور رئيس حامد “کرزي” ژمنه کړې چې د افغانستان او امريکا تر منځ د سولې د ستراتيژيکو همکاريو د سند په اړه به لويه جرګه جوړه او په دې اړه به د هغوى نظر د وروستۍ پريکړې حيثيت ولري خو دا معلومه نده چې دغه لويه جرګه به کله او د دې سند په کومه مرحله کې جوړه شي .