افغانستان

لغمان: پولیسو د کوچیانو سره په نښته کې ۲ وژلي او ګڼ شمېر يې ټپیان کړي

afghanistan_kochiنن ټکی آسیا: د لغمان ولایت په مرکز مهترلام کې د پولیسو او کوچیانو تر منځ په نښته کې ۲ کوچیان مړه او د ۳ پولیسو په ګډون ۱۱ تنه ټپیان شوي دي، چي په هغو کې د دوو تنو کوچیانو روغتیايي حالت د انډیښنې وړ ښودل شوی دی.

د تفصیلاتو سره سم نن سهار د لغمان ولایت پولیس د سلطان غازي بابا دښتي ته د کوچیانو د کډه کولو لپاره ورغلل،

تر څو دغه سیمه د کوچیانو څخه خالي کړي، خو د پولیسو او کوچیانو تر منځ نښته را منځته سوله، او پولیسو پر کوچیانو ډزي وکړي، چي په پایله کې دوه تنه کوچیان مړه او ګڼ شمير ټپیان شول.

د لغمان د والي ویاند فیضان الله پټان ویلي چي پولیسو ته داسي معلومات په لاس ورغلي وه چي په دغه دښته کې د کوچیانو په منځ کې وسله وال مخالفین پټ دي، ځکه دوی عملیات ترسره کړه، چي په نتیجه کې ۲ تنه کوچیان مړه او ۳ نور ټپیان شول.

پټان زیاته کړې چي په پيښه کې ۳ تنه امنیتي مسؤولین هم ټپیان شوي.

د سیمي خلګ وايي چي نښته له دې وجي نه د رامنځته شوې چي ګواکي دلته وسله وال مخالفین پټ وه، بلکي اصلي لامل يې دادی چي ددغه دښتي پر سر د کوچیانو او حکومت تر منځ له وخته ددغه دښتي د ملکیت پر سر شخړه روانه ده، حکومت او کوچیان دواړه ددغه دښتي د ملکیت دعوه کوي.

یو قومي مشر ویلي چي کوچیان دغه سیمه خپل څړ ځای بولي او په دې اړه د یو لړ اسنادو د شتون ادعا هم کوي، خو دولت بیا مځکه خپل ملکیت بولي.

هغه ویلي چي نني عملیات هم د همدې شخړي یو سلسله ده، پولیسو هلته ددې لپاره عملیات وکړه تر څو کوچیان دسیمی څخه پسي واخلي، او ځمکه د مهترلام ښاروالۍ ته وسپاري خو د پولیسو دغه عملیات په نښته بدل سوه او مرګ ژوبله يې را منځته کړه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x