افغانستانخبرونه

سولې شورا: قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې پيلېږي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د ازادۍ راډیو پښتو څانګه د سولې عالي شورا د عوت او اړیکو د کمېټې منشي له خولې لیکي چې په قطر کې به له طالبانو سره د سولې خبرې اترې «ژر» پیل شي.
موسی خان هوتک وايي، چې په دغو خبرو کې به د سولې عالي شورا، طالبانو او پاکستان غړي ګډون کوي.
که د ښاغلي هوتک خبره کره ثابته شي، دا به لومړی ځل وي چې د سولې عالي شورا او پاکستان استازې په قطر کې د طالبانو له سیاسي استازو سره نېغ په نېغه مذاکرات کوي.

پخوا د پاکستان په اړه هم ویل کېدل چې په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره د افغان حکومت په څېر موافق نه و؛ اوس چې د طالبانو له دفتر سره د افغان حکومت او پاکستاني حکومت د استازو مذاکرت کېږي، د ځینو د شنونکو په اند د طالبانو دفتر په رسمیت پېژندل دي.

په قطر کې د افغان طالبانو سیاسي دفتر چې شاوخوا درې کاله وړاندې پرانیستل شو، تل یې پر دې ټینګار کړی چې لومړی به له امریکایانو سره خبرې کوي.

طالبان د جګړې مقابل لوری امریکایان ګڼي.

افغان حکومت تل ټینګار کړی چې طالبان دې دوی سره خبرې وکړي.

د ګډ حکومت له منځ ته راتګ راهیسې، ولسمشر اشرف غني سعودي عربستان، چین او پاکستان ته سفرونه کړي دي. له دغو سفرونو داسې انګېرل کېږي، چې ولسمشر هڅه کوي پر پاکستان فشار راوړي چې طالبان د سولې خبرو ته مجبور کړي.

خو له بلې خوا افغانو طالبان په پاکستان کې د سیاسي دفتر پرانیستل رد کړی. ملا محمد عمر جاهد پخوا د سیاسي د دفتر د پرانیستو یو شرط دا ښودلی و چې په ګاونډیو هېوادونو کې به نه وي.

تر اوسه په دې اړه افغان حکومت، پاکستان او یا هم د طالبانو ویاندویانو څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
قاري سعيد دوستى

غلامه اداره او په سر كي يي دسولي شورا داڑه ماران غواڑي دولس ذهنيت مغشوش کڑی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x