ننګرهار: بهرني ځواکونو ۶ تنه ملکي کسان نیولي
نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کي تیره شپه بهرني ځواکونو پر دوو کورونو باندي چاپه وهلې او د شپږ کسه يې له ځانه سره بیولي دي.
دخوګیاڼو ولسوال حاجي محمد حسن افغان ویلي چي بهرنیانو د میملې په سیمه کې عملیات تر سره کړي، او شپږ تنه يې نیولي دي.
نومړي که څه هم په نیغه نه دي ویلي چي دا ملکي کسان بی ګناه او د طالبانو یا نورو مخالفینو سره هیڅ اړیکي نه لري، خو دونه يې ویلي چي د بشپړو تحقیقاتو وروسته به دا معلومه سي چي ایا دوی د مخالفینو سره اړیکې درلودلې او کنه..
خو د سیمي اوسیدونکو دا خبره په کلکه رد کړې چي ګواکي دغه کسان دي د طالبانو یا بل کومي ډلي سره تړاو ولري، هغو بهرني ځواکونه ددغو کورونو څخه د نغدو پيسو په غلا هم تورن کړه او زیاته یې کړه چي بهرني ځواکونو د غنمو یو درمند ته هم اور ورته کړی.
د بلي خوا ایساف هم منلي چي په دغه سیمه کې یې عملیات کړي، خو ویلي چي شکمن کسان يې نیولي، او د ښځو او ماشومانو خوندیتوب ته يې پوره پاملرنه کړې.
د یادوني وړ ده چي د همدې سیمې څخه د تیري جمعې په ورځ افغان او بهرني ځواکونو د دوو تنو ډاکټرانو په ګډون ۴ تنه له ځانه سره بیولي وه، چي تر اوسه يې د برخلیک په اړه معلومات نسته.
نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کي تیره شپه بهرني ځواکونو پر دوو کور باندي چاپه وهلې او د شپږ کسه يې له ځانه سره بیولي دي.
دخوګیاڼو ولسوال حاجي محمد حسن افغان ویلي چي بهرنیانو د میملې په سیمه کې عملیات تر سره کړي، او شپږ تنه يې نیولي دي.
نومړي که څه هم په نیغه نه دي ویلي چي دا ملکي کسان بی ګناه او د طالبانو یا نورو مخالفینو سره هیڅ اړیکي نه لري، خو دونه يې ویلي چي د بشپړو تحقیقاتو وروسته به دا معلومه سي چي ایا دوی د مخالفینو سره اړیکې درلودلې او کنه..
خو د سیمي اوسیدونکو دا خبره په کلکه رد کړې چي ګواکي دغه کسان دي د طالبانو یا بل کومي ډلي سره تړاو ولري، هغو بهرني ځواکونو ددغو کورونو څخه د نغدو پيسو په غلا هم تورن کړه او زیاته یې کړه چي بهرني ځواکونو د غنمو یو درمند ته هم اور ورته کړی.
د بلي خوا ایساف هم منلي چي په دغه سیمه کې یې عملیات کړي، خو ویلي چي شکمن کسان يې نیولي، او د ښځو او ماشومانو خوندیتوب ته يې په پاملرنه کړې.
د یادوني وړ ده چي د همدې سیمې څخه د تیري جمعې په ورځ افغان او بهرني ځواکونو د دوو تنو ډاکټرانو په ګډون ۴ تنه له ځانه سره بیولي وه، چي تر اوسه يې په اړه معلومات نسته.