افغانستان

کونړ: د ۲۳ عسکرو په وژل کېدو لا هم د دانګام جګړه روانه ده

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): له دریو ورځو راهیسې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالي کې د طالبانو او دولتي عسکرو ترمنځ جګړه نن هم په شدت روانه وه.

طالبان وايي چې په جګړه کې يې پرمختګ کړی او په پنځو نیول شویو پوستو سربېره يې دوه نوري پوستي او دوه مهم مرکزونه هم نیولي دي.

دولتي مسوولین هم مني چې جګړه لا هم په شدت روانه ده، د کونړ ولایت والي شجاع الملک جلاله وايي چې دوی د خپلو عسکرو مرستې ته ور دانګلي دي.

جلاله وايي چې له مرکز اسعدا باد څخه يې د ملي اردو عسکر ور لېږلي دي، خو په خبره يې په لاره کې د طالبانو له بریدونو او خښ کړل شویو ماینونو سره ښکېل پاتې دي.

طالبان هم وايي چې دوی د دانګام په جګړه کې ښکېلو اربکیانو او عسکرو ته مرستندویه کاروان تر برید لاندې نیولي او درانده تلفات يې ور اړولي دي.

که څه هم دولتي مسوولین ادعا کوي چې زرګونو تنو په یاده سیمه برید کړی او په خبره يې د طالبانو په منځ کې بهرني کسان هم شته، خو وسله والو طالبانو ورته دعوې کلکې رد کړې دي.

تازه راپورونه وايي چې طالبانو د اربکیانو د دوو تنو قومندانانو کورونه سوځولي دي، او دوه پوستې يې تر واک لاندې کړي دي.

طالبانو د کورونو د سوځولو اړوند څه نه دي ويلي، خو ویلي يې دي چې په شنکي کنډو سیمه کې يې تېره شپه دوه پوستې او د اربکیانو د قومندانانو حاجي پاچا او خانجان مرکزونه هم نیولي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې: «مجاهدينو په پوستو او مرکزونو کې ۱ بم يک، ۱ هاوان، ۸ ميزايل، ۲ زيکويک، ۲ ثقيلان، ۱ دهشکه، ۲ ډاټسن موټر او ګڼ شمېر نورې وسلې او مهمات د غنيمت په توګه ترلاسه کړل.»

دولتي مسوولین وايي چې تر اوسه يې اوه لس طالبان وژلي او اته ویشت نور ټپیان کړي دي او د ملي اردو د شپږو عسکرو د وژل کېدو او پنځلس نورو د ټپي کېدو خبره مني.

طالبان وايي چې دوی اوه زغره وال ټانګونه له منځه وړي او د درویشتو عسکرو جسدونه يې تېره ورځ د خلکو په منځګړیتوب دولت ته وسپارل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x