ورزش

کینیايي لوبډلې په ۲۱۴ منډو ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): نن د پاکستان الف او کینیا ملي لوبډلو تر منځ دریمه لوبه وه کوم کې چې پاکستاني لوبډلې د کینیا ملي لوبډلې ته په ۲۱۴ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه کینیايي لوبډل مشر وګټله او پاکستاني لوبډلې ته يي د توپ وهنې بلنه ورکړه. پاکستاني لوبډلې په ټاکل شوي اورونو کې خپل ۵ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۶۵ منډې جوړې کړې.

نننۍ لوبې کې د پاکستان لپاره بابر اعظم ۹۷ منډې جوړې کړې او فواد عالم ۸۴ منډو جوړلو سره ناسوځیدلی پاتې شو.

دغه لوبه کې که څه هم کینیایي توپ اچونکي د پاکستان توپ وهونکو ته د منډو جوړولو موقع ورنکړه خو بیا هم د سیالې لوبډلې لوبغاړي په سوځولو کې پاتې راغلل.

په ځوابي توپ وهنه کې د کینیا لوبډلې توپ وهونکي ښه لوبه نندارې ته وړاندې نکړه او یوازې ۵۱ منډو جوړولو سره وسوځیدل.

د پاکستان لپاره ضیاء الحق ۵ او شاهزیب احمد ۳ ویکټې اخیستلو سره ښه وځلیدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x