ورزش

کریم بنزما په فرانسه کې د کال غوره لوبغاړۍ وټاکل شو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): کریم بنزما د ریال ماډرېډ تکړه او پیژندل شوی لوبغاړۍ په فرانسه کې د ۲۰۱۴ زیږیدیز کال د فوټبال غوره لوبغاړۍ وټاکل شو.

کریم بنزما د فرانسې ملي لوبډله کې هم لوبه کوي چې دغه پیاوړی لوبغاړۍ په تیرو سیالیو کې له ځانه بې سارۍ وړتیا ښودلی او د فرانسې ملی لوبډلې لپاره ښه ځلیدلی.

کریم بنزما په تیر نړیوال سیالیو کې ښه ځلیدو له امله دغه جایزه خپله کړه. نوموړی په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۲ زیږیدیز کلونو کې هم د دغې جایزې ګټونکی اعلان شوی و.

کریم بنزما د ریال ماډرېډ لوبډلې په شخصي ویب پاڼه کې ویلي:« زه نن ډیر خوښ یم او د دې جایزې پر ګټلو افتخار کوم.»

زین الدین زیدان د فرانسې فوټبال مخکینۍ ستورۍ او د ریال ماډرېډ لوبډلې دوهم روزونکي هم د دغې لوبډلې ویب پاڼې ته وویل:« کریم بنزما د دغې جایزې ګټلو وړتیا درلود. نوموړی د ریال ماډرېډ لوبډلې لپاره یو له مهمو لوبغاړو څخه ده چې دغې لوبډلې لپاره يي بې شمیره ګولونه وهلي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x