افغانستان

بهرنیو ځواکونو د کندهار د والی ویاند زلمی ایوبي ټپي کړ

kandahar_bazarنن ټکی آسیا: د کندهار د والي ویاند زلمي ایوبي ویلي چي بهرني ځواکونو نن سهار پر ده ډزي کړي او ټپي کړی یې دی.

زلمی ایوبي چي د کندهار ولایت د مطبوعاتي دفتر رئیس هم دی، وویل چي په کندهار کې له وروستیو نا امنیو له كبله ى ولايت مقام د امنیت چاري امریکايي ځواکونو ته سپارل شوي دي، خو دا پرېکړه شوې وه چي امریکایي ځواکونه به د مقام چارواکي دفترونو ته د تګ په مهال نه تلاښي کوي.

د نومړي په وینا کله چي نن سهار دی د ولایت مقام ته د ننوتو په حال کي وو، امریکايي ځواکونو دده د تلاشي کولو غوښتنه کوله خو ده اجازه ورنکړه، تر څو خبره په لفظي شخړه واوښته، او امریکايي سرتیرو پر ده باندي ډزي وکړي او دی یې د پښي په برخه کي ټپي کړ.

زلمي ایوبي وویل چي د ولایت مقام ډیر چارواکي ددې پيښي د احتجاج په توګه ډیر چارواکي او مامورین نن خپلو دندو ته نه دي حاضر شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x