ټکنالوژي

فیسبوک په قتل تورن شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): فیسبوک د یو پوځي په قتل متهم شوی او دغه دوسیه د برتانيي امنیت او اطلاعاتو اداره (ISC) ته سپارل شوې تر څو خپلو څیړنو ته ادامه ورکړي.

د برتانوي پوځي «لي ریګبای» د مړيني په اړه څیړنه ادامه لري چې د نوموړي په مړینه کې فیسبوک هم ښکیل ګڼل کیږي خو پولیسو په دې اړه له معلومات ورکولو څخه ډډه کړې.

بي بي سي راپورونو پر بنسټ وژل شوي کس ته د فیسبوک له لارې پیغامونه استول شوي خو فیسبوک دغه پیغامونه جدي نه دي ګڼلی چې په همدې اساس پولیس خپل څیړنې لیست کې د فیسبوک نوم هم شامل کړی.

فیسبوک ویلي چې د دغې راپور له اوریدلو ډیر اندیښمن شوی خو ویلي چې خپل پاڼو پر مخ وژونکو لپاره د پیغام استولو زمینه نه ده برابره کړې.

فیسبوک کمپنۍ یوه خپره شوې بیانیه کې ویلي:« مونږ هم د نورو خلکو په څیر د ریګبای وژل کیدو خبر له اوریدلو څخه ډیر خواشیني یو او دغه کړنه غندو.»

فیسبوک خپله بیانیه کې زیاته کړې:« مونږ شخصي کړنو ته ځواب نه ورکوو خو د فیسبوک قوانین او سیاست ډیر واضح او مشخص دی. مونږ غیر اخلاقي او تروریستي کړنو خپریدو اجازه نه ورکوو او په دې برخه کې هڅه کوو چې داسې کومه پیښه بیا تکراره نه شي.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x