د پسورډ(password) د خوندي ساتلو لپاره څو مهم ټکي

شفیق احمد ریان

ډیر کسان چې کمپیوتر کاروي له خورا ساده پسورډونو څخه استفاده کوي، دا یې یوه لویه بې پروایي ده، کیدای شي یو وخت مشکل او جنجال ورته جوړ کړی، ځکه ساده پسورډونه په ډیره اساني هیک کیدلای شي او محرم رازونه مو په ډېره اساني د نورو خلکو لاس ته ورځي، دبېلګې په ډول د بانک حسابونه، یا هم د کریډټ کارتونو نمبرونه که چیري د هیکرانو لاس ته ورشي په اساني سره کولای شي ستاسو له بانکي حسابونو څخه پیسي واخلي. ځیني وخت کیدای شي تاسو ځینو خلګو سره مهم ایمیلونه تبادله کړي وي یا هم فیس بوک کي مو محرم څیزونه خلګو ته استولي وی، که چیري ستاسو د ایمیلونو یا اجتماعي شبکو پسورډونه نورو ته په لاس ورشئ پوهیږي چي تاسو به له لوی مشکل سره مخ کړي.

د دې لپاره چې له دې ستونزې تر یو‎ې اندازې بې غمه یاست، نو لاندي څو کرښې په غور سره مطالعه کړئ!
۱- په پسورډ کي له نوم څخه ګټه مه اخلئ، هغه که ستاسو وي یا مو هم د کورنۍ د کوم غړۍ یا هم ستاسو د خوښي بل نوم وي، ځکه هیکران د لغاتونو له ډیکشنري څخه کار اخلي کولای شي په څو ثانیو کي ستاسو پسورډ تر لاسه کړي .

۲- په خپل پسورډ کې له کوچنیو او غټو حروفو یا هم له عددونو او علامو څخه کار واخلئ، یوازي له خاصو علامو څخه کار مه اخلئ مثال یوه خاصه علامه لکه ٪ له عددونو او حروفو سره د خپل پسورډ لپاره انتخاب کړئ، ډېر کسان له خپل نوم سره له (!) علامې څخه کار اخلي، دا هم په اساني سره هیک کیدلای شي .

۳- په خپل پسورډ کي مسلسل عددونه او حروف مه کاروئ، د بېلګې په ډولghjkl یا هم zxcvb او یا هم ۱۲۳۴۵۶ دا ډول پسورډونه په اساني سره د هیکرانو له لوري غلا کیدای شي .

۴- ستاسو پسورډ باید لږه تر لږه ۸ خانې حروف یا عددونه ولري .

هغه پسورډونه چي له ۴ خانو څخه جوړ شوي وي ۴۵۰۰۰ ډولونه لري ، ولي هغه پسورودونه چي له ۸ خانو جوړ شوي یا هم پکي خاصې علامې کارول شوې وي تر یو ملیارد زیات ډولونه لري .

۵- خپل پسورډ ژر، ژر بدلوئ .

که ستاسو پسورډ د زیات وخت لپاره پاتي شي ، د هیک کولو احتمال يي زیات دی ، باید هره دریمه میاشت پسورډ بدل کړئ .

۶- خپل پسورډ هیچا ته مه ورکوئ .

که څوک له تاسو څخه په هر طریقه پسورډ وغواړي مه يي ورکوئ ، هیکران زیات وخت خپل ځان درته د کوم لوی شرکت کارکونکی یا هم کمپیوټر پوه معرفي کوي ، یا د تلفیلون او ایمیل په واسطه ستاسو پسورډ غواړي تر څو ستاسو مشکلات حل کړي ، ولي دا خبره یاد ولرئ چي اصلي شرکت هیڅ وخت له تاسو پسورډ نه غواړي .

۷- تر څو چي امکان لري پسورډ چیري مه لیکئ .

که يي په کاغذ ولیکئ او هر څونه محفوظ ځای یی کیږدی بیا هم امکان لري ستاسو پسورډ غلا شي ، په کوم کاغذ چي پسورډ لیکل شوی وي په مونیټر پسي مه موښلوي ، مه یی تر کیبورد او ماوس لاندي ږدی دا ځایونه اکثره وخت د نورو کسانو له لوري پلټل کیږي .

۸- خپل پسورډ په کمپیوتر کي مه ساتئ.

کمپبیوتر کولای شي ستاسو پسورډ ذخیره کړي ، تر څو هر ځل مجبور نه شئ چي کمپیوتر ته د ننوتلو په وخت کي پسورډ ورکړئ ، په دي ډول تاسو چي ډیر بي د پسورډ له وهلو کمپیوتر ته داخل شي ، ژر مو پسورډ له له ذهنه وزي ، دا خبره یاد ولرئ چي هر وخت چي غواړي خپل پسورډ بدل کړي باید زوړ پسورډ مو په یاد وي وي .

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د