افغانستان

په پکتیا کې ۲۳ د ماین پاکۍ د مؤسسې کار کوونکي تښتول شوي دي

landmine_workerنن ټکی آسیا: د پکتیا ولایت د والي ویاند روح الله سمون ویلي چي تیره ورځ نامعلومو وسله والو د دې ولایت د مرکز په یو اړونده سیمه (تندان) کې د ماین پاکۍ د مؤسسې چي د MDC  په نامه سره یادیږي، ۲۳ تنه کارکوونکي له ځانه سره بیولې.

د نومړي په وینا چي تښتول شوې کسان د سیمي هغه اوسیدونکي دي چي د مزدورانو په توګه يې په نومړي مؤسسه کې کار کولو.

ده زیاته کړې چي د دغو کسانو د پیدا کولو لپاره دسیمي قومي مشرانو او سپين ږیرو په هلو ځلو شروع کړې، او هم امنتي ځواکونو پلټونکي عملیات شروع کړی دي.

سمون ویلي چي تر اوسه دا نه ده معلومه چي دغه کارکوونکي چا او چیرته تښتولي.

ځیني سرچیني دا هم وايي چي کیدای شي ددغو کسانو شمير تر ۳۰ رسیږي.

د یادوني وړ ده چي څو ورځي وړاندي طالبانو د همدې ولایت د وزي ځدران په ولسوالۍ کې د سړک جوړوني پر شرکت باندي برید کړی وو، چي په کښي په لسګونو ساتونکي وژل شوي وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x