افغانستان

ګډ حکومت مشرانو د پېښور برید په کلکو ټکو وغندلو

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت دواړو مشرانو د پېښور برید په کلکو ټکو غندلی دی.

د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې نن /سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه/ سهار مهال شاوخوا لس نیمې بجې د پاکستان د پوځ په یوه ښوونځي څو تنو وسله والو چې د پاکستان د پوځ جامې یې اغوستې وې برید وکړ. ددې خبر د خپریدلو تر شېبې په برید کې ۱۳۷ کسان وژل شوي او تر ۲۴۵ زیات ټپیان دي.ashraf ghani abdullah

د ګډ حکومت ولسمشر د برید څخه څو ساعته وروسته د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف سره په تلیفوني اړیکه کې د پېښور پېښه په کلکو ټکو غندلې او نوموړي ته یې د خواخوږۍ او ډاډګیرنې مراتب وړاندې کړي.

اشرف غني د پاکستان د خلکو سره ځان په غم کې شریک ګڼلی او برید یې غیر انساني او غیراسلامي بللی دی.

همدا راز د ګډ حکومت بل مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د پېښور برید په کلکو ټکو غندلی دی او ويلي يې دي چې د افغانستان خلک له پاکستان سره په دې غم کې شريک دي.

د عبدالله د دفتر ویاند د نوموړي له قوله ویلي چې « له ترهګرۍ نه د ابزارو په توګه استفاده کول، د هيچا په ګټه نه ده او که له دې پديدې سره، چې اوس يې افغانستان او پاکستان له ګواښ سره مخ کړی، رښتينې او جدي مبارزه ونشي؛ نو دا بل شوی اور به ټوله سيمه لاندې کړي».

د ګډ حکومت دواړه مشران په داسې حال کې له پاکستاني پوځ سره خواخوږي ښيي چې روانه اونۍ د سرحدي ولایت کنړ اوسیدونکو د پاکستاني پوځ تر راکټونو لاندې تیره کړه.

دواړو مشرانو د هغو پنځو تنو افغان زده کوونکو په شهادت لا هم غبرګون نه دی ښوولی چې تېره اونۍ په غوربند کې امریکایانو بمبار کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x