سریلانکايي لوبډلې انګلینډ ته ۵-۲ ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): شیبه وړاندې د انګلینډ او سریلانکا تر منځ وروستۍ لوبه پای ته ورسیده. دغه لوبه کې سریلانکا لوبډلې د انګلینډ لوبډلې ته په ۸۷ منډو ماتې ورکړه.

د لوبې پچه سریلانکايي لوبډل مشر وګټله او توپ وهنې پریکړه يي وکړه. د سریلانکا لوبډلې د دلشان سلیزې په مرسته سیالې لوبډلې ته یوازې ۶ لوبغاړي له لاسه ورکولو وروسته د ۳۰۳ منډو هدف وټاکه.

دغه لوبه کې چندیمال ۵۵ منډو جوړولو سره ناسوځیدلی پاتې شو. سریلانکا لپاره د دلشان ۱۰۱ او پرېرا ۵۴ منډې د یادولو وړ دي.

انګلینډ لپاره جورډن او محمد علي دوه دوه ویکټې او ګرني یوه ویکټه واخیسته.

په ځوابي توپ وهنه کې انګلینډ خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره یوازې ۲۱۵ منډې جوړې کړې او دغه لوبې له بایللو سره د یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ د ۵-۲ توپیر سره د سریلانکا په ګټه وبایلله.

نننۍ لوبه کې دلشان ۳، پراسانا ۳، لکمل ۲، پرېرا او جیوردنې یوه یوه ویکټه واخیسته.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د