
پکتیکا: لاریون کوونکو دوه خبریالان سخت ډبولي
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لېندۍ ۲۵مه، ۱۳۹۳ل): د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې سلګونو وګړو وروسته له هغه دوه خبریالان ډبولي، چې د دوی په خبره د خلکو د ستونزو پر ځای یوازې د پکتیکا د چارواکو صفتونه کوي.
د پکتیکا ولایت سلګونو تنو د دې ولایت په مرکز ښرنه کې د والي د بدلون غوښتنه کوله او د ګډ حکومت د مشر اشرف غني په ورتګ يې غوښتل چې د پکتیکا اوسنی والي بدل او پر ځای یو وړ څوک وټاکي.
د پکتیکا په مرکز ښرنه کې دغه لاریون وروسته له هغه مدني فعالانو پیل کړ، چې د ګډ حکومت د مشر د راتګ خبره وشوه او د دوی په خبره والي خپل «چاپلوسان» اشرف غني ته د مدني فعالانو په نامه کېنولي، چې ډېری يې په پکتیکا کې د محلي رسنیو خبریالان دي.
د خلکو په وهلو کې د پښتون غږ په نامه د یوې راډیو د نشراتو مسوول او د پکتیکا ولایت د احصايي د مدیرت کارکوونکی عبدالباري نعیمي او د دې راډيو بل کارکوونکی، د رڼا پروډکشن خبریال او د سولې شورا غړی عبیدالله سروضه وال سرسري ټپیان شوي دي.
خلکو وروسته له هغه دغه خبریالان تر برید لاندې ونیول چې نږدې ماسپښین مهال یاد خبریالان د ولایت له مقامه راووتل. دوی په دغه ولایت کې دولتي دندې هم لری.
خلکو پر دوی نیوکه کوله چې د ولس د ستونزو پر ځای د والي او چارواکو صفتونه کوي او په خبره يې د والي له خوا په انعاماتو او د ځمکو په ورکړه نازېږي.
د لاریون یو تن برابروونکي قلندر ملنګ لاریون کوونکو ته وویل چې دغه خبریالان د والي «ځيره خواره» دي، او په خبره يې د والي په هر فساد کې ورشریک دي.
دغه خبریالان په داسې حال کې وهل کېږي، چې د پکتیکا ډېری اوسېدونکي د خبریالانو له اخلاقي ضعفه او په سیمه کې د ناوړه تبلیغاتو په خاطر وړاندې هم ګواښل شوي دي.
ډبول شوي خبریالان له رسنیو سره له خبرو ډډه کوي او تر اوسه يې د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
ډیر ښه کار يی کړی دی