افغانستان

خوست: طالبانو په دولتي ودانیو پراخ بریدونه تر سره کړي

crime_scene_tape_after_kabul_hospital_attackMay2011نن ټکی آسیا: د افغانستان وزارت داخله اعلان کړی چي نن سهار وخت ۳ تنه برید کوونکي په خوست ولایت کي ترافیکو د مدیریت ودانۍ ته ننوتلي او هلته يې جګړه پیل کړه، چي په ترڅ کې تر اوسه ۳ تنه پولیس وژل شوي، او یو ټپي دی.

د خوست د روغتون یو تن ډاکټر ویلي چي تر اوسه دوی ته ۴ تنه پولیس مړه او ۵ نور ټپیان ور وړل شوي دي.

د سیمي څخه یو تن عیني شاهد ویلي چي تر اوسه هم په سیمه کي د ډزو اوازونه اوریدل کيږي، او د ودانۍ د یوې برخي څخه دودونه پورته کیږي، او داسي بریښي چي ودانۍ اور اخیستی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چي نن سهار په سپکو او درندو وسلو سمبالو یو شمیر طالبانو د خوست په ښار کې چټک غبرګون د قطعې قوماندانې او د ترافیکو د مدیریت ودانۍ ته په ور ننوتلو بریالي شوي او هلته يې جګړه پیل کړې ده.

تر اوسه طالبانو ددې عملیاتو په اړه پوره تفصیل نه دی ورکړی.

د خوست د ترافيکو مديريت درې پوړيزه ودانۍ لري او ورسره جوخت ترڅنګ يې د چټک غبرګون د قطعې قوماندانۍ، د کرنې رياست، د يوناما دفتر او د سرحدي پوليسو يوه پوسته شتون  لري.

د یادوني وړ ده چي پرون هم طالبانو په یو فوځي روغتون برید کړی وو، او ادعا يې کړې وه چي تر ۵۱ يې زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله واړه وله، دغه برید چي په روغتون کي دننه سوی وو، افغان ولس مشر حامد کرزي او ملګرو ملتونو په کلکو تورو غندلی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x