افغانستان

طالبان: د بې ګناه خلکو قصدي وژل د اسلامي اصولو خلاف عمل دی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پېښور په برید خواشیني څرګنده کړې او د وژل شوو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د بې ګناه خلکو، ښځو او ماشومانو وژل د اسلامي اصولو خلاف عمل دی او دا اصل باید هر مسلمان تنظیم او حکومت په نظر کې ولري.

طالبانو ویلي چې دوی همېشه په خپل وخت د بې ګناه خلکو او ماشومانو وژنه محکومه کړې.

پېښور برید انځورونه

پېښور برید راپور

دوی د پکتیکا د یحیی خیلو او د ننګرهار ولایت په یوه مسجد کې چاودنې د بېلګې په توګه یادې کړي.

د ډيورنډ پولې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا ایالت په مرکزي ښار پېښور کې نن شاوخوا لس نیمې بجې ۷ تنو بریدګرو د پاکستان د پوځ پر یوه ښوونځي ډله ییز برید وکړ چې له امله يې ۱۳۲ زده کوونکي او ۹ د ښوونځي د ادارې کسان ووژل شول.

پاکستاني رسنۍ وايي چې په دغه خونړي برید کې سلګونه کسان ټپیان شوي او انديښنه شته چې د مړو شمېر نور هم زیات شي.

د پاکستان پوځ ویاند ډګر جنرال عاصم باجوه د برید د پای ته رسېدلو وروسته رسنیو ته وویل چې ټول بریدګر اوه تنه و چې چاودیدونکي واسکټونو، وسلو سنبال و او د ښوونځي د شا له دروازې يې برید وکړ.

باجوه ویلي چې بریدګرو سره د څو ورځو وسله او خوراکي توکي و او د دوی «ارادې هم خطرناکې» وې.

نوموړي ویلي چې د بریدګرو د هویت په اړه ورته څرګند معلومات نشته او په دې اړه خبرې کول له وخته مخکې ګڼي.

باجوه له قوله په وروستیو څو ورځو کې به دوی رسنیو ته ووايي چې د بریدګرو اصلي هدف څه و، نوموړي ویلي چې د برید پر مهال بریدګرو ترې کومه غوښتنه نه ده کړې او د هغوی اراده هم نه ښکاریده چې ماشومانو یرغمل کړي.

د پېښور برید تر دې وړاندې ولسمشر غني او اجراییه رییس ډاکتر عبدالله په جلاجلا توګه وغندلو.

 

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندي

ټولو ته سلامونه او احترام دا چې د طالبانو د غندنلیک متن دلته نه دا راوړل شوی نو کیدای قضاوت کول مو غلط یا له وخته مخکی یي. زما په نظر دا پیښه له افغانستان څخه بهر پیښه شوې ده او خپل وجوهات به لري چې په مونږ افغانانو پورې اړه نه لري، خو که بیا هم وایو چې نه اسلامي ورورولي او ګاونډیتوب او انساني خواخوږي ده نو بیا طالبانو ته د یوه افغاناني جهت په توګه پکار وه چې دا پېښه یې په عام ډول د افسوس وړ بللې وای او د بیلګې په توګه یې د وزیرستان… نور لوستل »

مصطفی

سلام وا حترمات قبول کری بعد زه وایم چه شاغلی مجاهد صاحب ته پخپله پیشی جای ته تلی یی او یا کوم ترصد چی لری چه دا پیشه تا وغندل او یا ته هم ده میدیا تر تاثیر لاندی راغلی یی که ریشتیا ته ده اسلامی امت ترجمانی کوی نو پکار وه چه په وزیرستان عملیات شروع وه تا غندلی وایی هلته هغه مهاجرین مجاهدین سره سه وه نه شول شزی کوچنیان سره سه وه نکرل اسلام خو سرحد نه منی

ډاکتر احمدی

به دی ښوونځیو کی چی کومو ماشومانو ته تدریس کیږی سبا هغوی نه جنرال حمیدګل- کرنیل امام او هغه کرنیلان جوړیږی چی ما او تا د هغوی په واسطه وژل کیږو –

هر ورځ زما او ستا ماشومان په باجوړ- کونړ- کندهار او وزیرستان کی وژل کیږی ولی؟؟
ولی د پاکستان حکومت امریکایانو سره ۱۳ کاله مخکل معامله کوله ولی؟؟
ولی اسلام خرڅ کړ؟؟

د ماشوماو په وژلو خو ډیر غمجن یم خو د پاکستان په پوځ او نورو می زړه لږ یخ شو

ابن شهید ين

د ما شو مانو وزول به هيس دين كي جايز ندي به اسلام كي خو بالكل جايز ندي ……

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x