
د پېښور برید د ۱۴۱ کسانو په وژل کېدو پای ته ورسېد – وروستي جزییات
نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۲۵مه ۱۳۹۳ل): د ډيورنډ پولې ته څېرمه د خیبرپښتونخوا ایالت په پېښور ښار کې د ۷ تنو بریدګرو په برید کې لږ تر لږه ۱۳۲ تنه زده کوونکي او ۹ د ادارې کسان وژل شوي، چې پاکستاني چارواکي یې ددغه هېواد په تاریخ کې تر ټولو ستره ټولیزه وژنه بولي.
دغه برید چې سهار مهال شاوخوا لس نیمې بجې پیل شوی و، د اته ساعته دوام وروسته د ۷ تنو بریدګرو په وژنه پای ته ورسېد.
برید د پاکستان د پوځ په یوه عالي ښوونځي چې شاوخوا ۱۳۰۰ زده کوونکي چې زیات شمېر یې د پاکستاني پوځيانو بچیان دي، زده کړې کوي، وشو.
د برید وروسته ټپیان او مړي د پېښور نېږدې رغتونونو ته انتقال شول. ټپیانو ویل چې بریدګرو له کوم توپیر پرته پر هلکانو، نجونو او استاذانو ډزې کولې.
رویټرز خبري اژانس د یوه ۱۵ کلن زده کوونکي شاکرالله خان چې په دواړو پښو لګیدلی خو ژوندی و، له خولې لیکلي چې «دده یوې استادې ژړل، هغه په لاس لګېدلی وه، هغې له درده ژړل».
شاکرالله خان ویلي چې «یو تن بریدګر دده د استادې پر لور ورغی، هغه یې تر هغې پر ډزو وویشتله چې غږ یې چوپ شو. زما ټول ملګري خو یا وژل شوي یا هم ټپیان دي».
رویټرز خبري اژانس وايي چې د پاکستان حکومت مخالفې وسله والې ډلې طالبانو ددغه برید مسوولیت پر غاړه اخېستی دی.
دوی د پاکستاني طالبانو د ویاند محمدعمر خراساني له قوله لیکلي چې «دوی د پوځ ښوونځی له دې امله په نښه کړ ځکه پاکستان پوځ د دوی کورونو او ښځې په نښه کوي».
نوموړي ویلي چې «موږ غواړو دوی ته درد ورسوو».
د پاکستان د پوځ ویاند ډګر جنرال عاصم باجوه په پېښور کې د برید په اړه رسنیو ته ویلي چې د پوځ تر څارنې لاندې ښوونځی «ارمي پبلک سکول» کې ۱۳۲ زده کوونکي او ۹ د ښوونځي کارکوونکي وژل شوي. عاصم باجوله له قوله په ښوونځي کې د ادارې د کارکوونکو په شمول ۱۱۰۰ کسان ثبت و چې له منځه يې ۹۶۰ کسان بچ کړي او عملیات يې پای ته رسولي.
نوموړي ویلي چې د برید ۱۵ دقېقې وروسته د دوی ځواکونه سیمې ته ورسېدل او له بریدګرو سره یې نښته پیل کړه.
باجوه رسنیو ته د دغه ښوونځي نقشې ښودلو سره ویلي چې په ښوونځي کې ټول څلور بلاکونه دي: یو هم ایډیټوریم )کنفرانس خونه یا سالون)، اداري بلاک او دوه تدریسي بلاکونه.
نوموړي وویل چې «بریدګر د ښوونځي له شا داخل شول، مخامخ سالون ته ولاړل، په سالون کې د زده کوونکو ناسته، امتحان او درس و، کله چې بریدګرو ډزې وکړې، زده کوونکي وتښتیدل، د بهر وتلو دوه دروازې وې، دوی زده کوونکي په ایډیټوریم کې وویشتل، وروسته چې د دوی ملګري هلته د زده کوونکو بچولو ته ورغلل، هلته یې ولیدل چې ماشومان په وینو کې لت پت په میدان کې یو د بل له پاسه پراته وه».
د پاکستان پوځ د ویاند په وینا د ټولو بریدګرو شمېر ۷ تنه و، چې په چاودیدونکو واسکټونو او وسلو سنبال وه. «هغوی سره د څو ورځو وسله او خوراکي توکي وه، د هغوی ارادې خطرناکې وې».
د نوموړي په وینا د پوځ په عملیاتو کې یو بریدګر د ایډيټوریم په بهرنۍ لاره کې ووژل شو او شپږ نور د ښوونځي په اداري بلاک کې ووژل شول.
هغه وویل چې په عملیاتو کې د پوځ ۷ تنه عسکر ټپیان شول چې له منځه يې دوه افسران سخت ټپیان دي.
ډګر جنرال عاصم باجوه رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې «دوی ته پوره معلومات شته چې برید کومې ډلې کړې و، چا سره یې خبرې کولې له کومه ځایه عملیات کنترولیدل او له کومه ځایه عملي کیدل خو دوی په دې اړه د ځينو لاملونو له کبله دغه تفصیلات رسنیو سره نه شریکوي».
غبرګونونه
د ګډ حکومت د دواړو مشرانو غني او عبدالله په شمول طالبانو او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو مشرانو د پېښور خونړی برید غندلی دی.
د ګډ حکومت ولسمشر د برید څو ساعته وروسته د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف سره تلیفوني اړیکه ونیوله او په ښوونځي برید يې په سختو ټکو وغندلو.
نوموړي د پاکستان د خلکو سره ځان په غم کې شریک وګڼلو او برید یې غیر انساني او غیراسلامي وبللو.
همدا راز د ګډ حکومت بل مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هم د پېښور برید په کلکو ټکو وغندلو او ویې ویل چې د افغانستان خلک له پاکستان سره په دې غم کې شريک دي.
د عبدالله د دفتر ویاند د نوموړي له قوله وویل چې « له ترهګرۍ نه د ابزارو په توګه استفاده کول، د هيچا په ګټه نه ده او که له دې پديدې سره، چې اوس يې افغانستان او پاکستان له ګواښ سره مخ کړی، رښتينې او جدي مبارزه ونشي؛ نو دا بل شوی اور به ټوله سيمه لاندې کړي».
ددې سربېره طالبانو هم د پېښور برید د اسلامي اصولو خلاف عمل بللی دی.
دوی د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پېښور په برید خواشیني څرګنده کړې او د وژل شوو کسانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې.
طالبانو ویلي چې دوی همېشه په خپل وخت د بې ګناه خلکو او ماشومانو وژنه محکومه کړې.
انا لله و انا الیه راجعون
د تنکیو ماشومانو، ښځو او سپین ږیرو په نښه کول یا عام وژنه هغه که په وزیرستان کې د ژورنالستانو له کېمرو پټ یا د ورسک پر سړک ټولې نړی ته ښکار تر سره کیژي خورا دردوونکي او د غندنې وړ دي.
انا لله و انا الیه راجعون
ډیر پری خفه یم خو زړه به می هغه وخت خوشاله شوی وی چی د مولانا فضل الرحمن اولادونه یا لمسی پکښی وژل شوی وی چی هغه په افغانستان کی جهاد روا بولی او به پاکستان کی نه
د وزیرستانیانو – باجوړیانو – سواتیانو ورونو دردونه باید دوی هم لږ احساس ځکه دوی هره ورځ هلته وژنی کوی او حتی امریکایی الوتکوته جاسوسی کوی چی د هغوی کورونه بمبارد کړی چی ماشومان او ښځی پکښی وژل کیږی
انا لله وانا اليه راجعون ..
دما شومانو وزنه كه دهر جا وي جايزنده .
زه حيران داسي عقل ته يم جي هم مسلمان وزني بيا مسلمان ماشوم ..
دوزنو لري دبشتون به كور خبره ده بس .حسبنا الله ونعم الوكيل