د نن سرلیکنه

ایا اوباما جګړه «مسؤولانه» پای ته ورسوله؟ /سرلیکنه

نن ټکی اسیا : سرلیکنه: د ولسمشر اوباما په مشرۍ د امریکا د حکومت د رسمي سیاست له مخې، په افغانستان کې د دې هېواد روانه جګړه «رسماً» څوارلس ورځې نوره دوام کوي. له امریکا سره د لاسلیک شوي امنیتي تړون له مخې له روان ډسمبر وروسته د دوی ماموریت غیرمحاربوي کېږي.

اوباما تېره سه شنبه په نیوجرسي ایالت کې له افغانستانه د ستنو شوو پوځیانو د ښه راغلاست پر مهال هغوی ته وویل چې په افغانستان کې به جګړه «رسماً» پای ته رسوي. اوباما د خپلو خبرو په ترڅ کې د ديارلس کلنې افغان جګړې د پای ته رسولو اعلان هم وکړ او زياته يې کړه، چې د ده د واکمنۍ له پيله سپينې ماڼۍ افغانستان او عراق ته۱۸۰،۰۰۰ امريکايي عسکر لېږلي او د روانې مياشتې تر پايه به د دغو عسکرو ډېر شمېر خپل هېواد ته راستانه شي او دواړو هېوادونو «افغانستان او عراق» کې به يوازې پنځلس زره امريکايي عسکر پاتې وي او د خپلې شپږ کلنې واکمنۍ پر مهال يې نوي سلنه امريکايي عسکر هېواد ته راستانه کړي دي.

دا له جګړو ستړي او ستومانه راستانه شوي پوځ ته د یوه سیاستوال خبرې وې. دا چې څومره پر حقیقت ولاړه وینا وه، د بحث وړ ټکی دی. پوښتنه دا ده، چې که جګړه پای ته رسېدلې وي، لکه پای چې يې اعلانېږي؛ نو بیا ۱۰۸۰۰ نور ځواکونه ولې پرېږدئ؟ بیا ولې له لانجمنو ټاکنو د مشروعیت له بحران سره مخ د دې هېواد له حکومت سره داسې یو لانجمن تړون لاسلیکوئ، چې ستاسې پخوانی ایتلافي (حامد کرزي) يې لاسلیک ننګ باله؟! د امنیتي تړون په متن کې ستاسو د پوځیانو د شتون لامل «القاعده پورې تړلو ډلو» پر ضد مبارزه ګڼل شوې ده. دا هم ستاسو رسنیو وویل چې افغانستان کې د القاعده ډلې مشران نور نه شته. په منځني ختیځ کې شرایط داسې برابر شوي؛ چې القاعده نوره افغانستان ته ضرورت نه لري.

له بلې خوا، نیو یارک ټایمز راپور ورکړ چې ولسمشر اوباما یو داسې پټ سند لاسلیک کړی چې له مخې به یې به افغانستان د دوی ځواکونه د ۲۰۱۵م کال تر پایه جګړه ییز ماموریت غځوي. له دې سره سره، امریکايي قومندان، جنرال کامپبل د اشرف غني او عبدالله عبدالله له ګډ حکومته خوښي څرګندوي چې د دوی لاسونه یې په عملیاتو کې خلاص پرې ايښي دي. غني یو ځل بیا امریکايي پوځیانو ته اجازه ورکړه چې شپني عملیات کولای شي او په ګڼ مېشتو ولسي سیمو کې درنې وسلې کارولای شي!

دا ټول هغه دلایل دي چې په واضح ډول ښيي چې امریکایان په افغانستان کې د جګړې دوام غواړي. د اوباما د سه شنبې د ورځې اعلان له «درواغ» پرته نور څه نه شو ګڼلای. هغه سند چې اوباما په دې وروستیو کې لاسلیک کړی چې جګړه ییز ماموریت یې د یوه کال له پاره غځېږي، له دې سنده اشرف غني او عبدالله عبدالله ناخبره دي. دا څه ډول تړون دی چې یو اړخ په کې تعدیل راوړي او بل اړخ ترې ناخبره دی؟ دا خو داسې ښکاري لکه ښاغلي پولاد چې له حقیقته پرده پورته کړې وي. پولاد تېره سه شنبه په زغرده وویل چې «امریکا له موږ سره د یوې مستعمرې چلند کوي». د جګړې د غځېدا د سند لاسلیک په بشپړ ډول داسې دی لکه د اتلسمې پېړۍ د استعماري ځواکونو اکټونه.

امریکا نه غواړي چې افغانستان د ارام سا واخلي. دوی غواړي دا جګړه د افغانانو په وینه او د دوی په لګښت دوامداره پاتې شي. که افغانستان کې واقعا یو ملي حکومت منځ ته راځي، په هغه صورت کې بیا نه یوازې افغانستان بلکې ټوله سیمه به د نېکبختۍ او هوساینې پر لور رهي شي.
اوباما د جګړې د رسمي پای په اعلان سره یوازې غواړي، د ماتې په صورت کې، دا ننګ له خپل تندي لرې کړي. که چېرته طالبان برلاسي کېږي؛ نو ماتې خوړلی اړخ به د اشرف غني او عبدالله عبدالله متزلزل حکومت وي؛ نه د اوباما په مشرۍ د امریکا حکومت.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x